1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کارپوهان: په ايران کې د ۳،۵ ميلیونو کسانو د مړينې ویره شته

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

د چين او ايټاليا ترڅنګ ايران هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس له کبله تر ټولو زيات اغیزمن شوی دی. د نړيوالو مرستو نه شتون او په هيواد کې دننه ناقص اقدامات کيدای شي د يوه ناورين سبب شي.

https://p.dw.com/p/3ZcrP
Iran Ghom | Coronavirus | Begräbnis von Opfern
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/F. Bahrami

 د تهران د شريف په نامه معتبر پوهنتون کارپوهانو د کمپيوتري ماډلونو له لارې په ایران کې د کرونا ويروس د خپريدو بېلا بېلې سناريو یا نقشې جوړې کړي دي.

د تر ټولو د خوښې وړ مورد نتايج به دا وي: په هغه صورت کې چې حکومت ټولې خطري سيمې قرنطين کړي، او ولس هم د حکومت ټولې لارښوونې په ښه نظم سره تعقيب کړي او په روغتيايي سيستم کې هیڅ نيمګړتياوې نه وي، نو په دغه هېواد کې به په يوه اوونۍ کې دغه وبا خپل اوج ته ورسېږي او څه نا څه ۱۲۰۰۰ کسان به ووژني.

خو دا سناريو حقيقي يا رښتوني نه ده: حکومت نه شي کولی سيمې قرنطين کړي. خلک هم پر روغتيايي لارښوونو عمل نه کوي. روغتيايي خدمات هم د امريکا متحده ایالاتو د بندیزونو او په هیواد کې د ناسم مديريت له کبله په ناوړه حالت کې دي.

د هدیرو پراخول

د دې واقعيتونو په نظر کې نیولو سره د تهران د پوهنتون کارپوهان د ماډلونو په جوړولو سره داسې وړاندوينه کوي: په ايران کې به د مي میاشتې په پای کې د دې ويروس د خپريدول لړۍ خپل اوج ته ورسیږي چې په نتیجه کې به يې د وړاندوينو پر اساس ۳،۵ ميليونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د رسمي شمیرو پر اساس هم وضعه ډېره جدي ښکاري. تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۶۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د چارواکو په حواله د مارچ مياشتي تر ۱۷ نيټې پورې دې ويروس په ایران کې ۹۸۸ کسان وژلي دي.

دمګړۍ ايران هغه دریم هېواد دی چې په کرونا د وژل شويو تر ټولو لوړ شمير لري. خو غير رسمي شمیرې ښايي تر دې هم لوړې وي. د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې د مړو شمير ښايي پنځه چنده لوړ وي.

په قم ښار کې چېرې چې د فيبرورۍ میاشتې پر ۱۸ نیټه د کرونا له وجې لومړۍ مړينه ثبت شوې وه، چارواکو يو شمير قبرونه چمتو کړي دي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د مارچ مياشتي پر دولسمه نيټه د ستېلايت لارې اخيستل شوي انځورونه خپاره کړي دي چې پکې ليدل کيږي چې د ښار په څنډه کې پرته يوه هديره په ډېره کمه موده کې ډیره پراخه شوې ده. د فوټبال د څو میدانونو په اندازه ستره ساحه کې په کتار د قبرونو کيندل ليدل کيږي.

خو په همدې ښار کې بيا سرزوري مذهبي خلک نه غواړي چې وضعيت جدي ونيسي. تر څو اوونيو ځنډ وروسته بالاخره چارواکي د فاطمې معصومې د زیارت په تړلو توانيدلي ول، خو د دوشنبې په ماښام خلکو دا بندیز مات کړ، څو د شيعه مذهبو په دې زيارت کې سره راټول شي او دعاوې وکړي.

»د تهران ښار قرنطين کول امکان نه لري»

د ايران حکومت د مذهبي کړيو د مقاومت له کبله و نه توانيد چې له تهران څخه په کابو ۱۳۰ کيلومتره په واټن کې پروت ښار قم، قرنطين کړي. په تهران کې چې د کرونا ويروس له کبله د قربانيانو تر ټولو لوړ شمير لري، د صلاحيتونو يو کشمکش ليدل کيږي.

Iran Coronavirus Fatima Masumeh Schrein
انځور: Getty Images/AFP/M. Marizad

د ایران مذهبي مشر خامنه اي د دوشنبې په ورځ پوځ ته امر کړی وو چې له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر روحاني هدايات عملي کړي. خو نوموړي تر دې دوې ورځې د مخه د ايران د جنګي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه د کرونا پر ضد د مبارزې په دنده ګمارل شوی وو. اووس څوک مسئوليت لري؟

په تهران کې د دې ښار د تړلو ګنګوسي روان دي، خو په دې برخه کې ضد او نقيض خبرونه هم اوريدل کيږي. د تهران ښار پیروز حناچي وويل »موږ د دې ظرفيت او وړتيا نه لرو چې تهران ښار په بشپړه بند يا قرنطين کړو.«

هغه زياته کړه: »موږ نه شو کولی چې قرنطين شويو ته خوراکي توکي ورسوو. يو دليل یې بندیزونه دي.«

بنديزونه واردات ستونزمنوي

ايران د پنجشنبې په ورځ په ۵۰ کلونو کې په لومړي ځل له نړيوال وجهي صندوق څخه د پور غوښتنه وکړه. دغه هيواد له بحران سره د مبارزې له پاره د ۵ ميليارد ډالرو غوښتنه وکړه. خو دا پېسې به هم له حکومت سره د توکو په رانيولو کې مرسته ونه کړي، ځکه د امريکا بندیزونه د وارداتو له پاره د پېسو ورکړه ستونزمنوي د درملو او نورو توکو د رانيولو په برخه کې هم.