کارپوهان: په افغانستان کي د امريکا د پوځي بودجې کمی تاوان رسوي
۱۳۹۰ دی ۱۹, دوشنبهسپيني ماڼۍ ويلي دي چي په افغانستان کي به د خپلو جګړيزو لګښتونو د کمولو پروسه به د رواني اونۍ په پای کي اعلام کړي.
يو شمېر افغان شنونکي په دې اند دي چي له دې کار سره به نه يوازي دا چي په افغانستان کي له ترهګرۍ سره روانه جګړه متأثره شي، بلکي په افغانستان کي به د کورنيو ځواکونو د روزلو پروسه هم له نويو ګواښونو سره مخ شي.
نړيوالي ټولني او افغان دولت ژمنه کړې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغانان پرغاړه واخلي او دې هدف ته د رسېدلو له پاره افغان حکومت د ناټو او امريکايي روزونکو په مرسته د خپلو قواوو د روزلو پروسه چټکه کړې ده.
د افغانستان د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالله عارض وايي چي د افغانستان د جګړې له پاره به د امريکا د پوځي بودجې کموالی نه يوازي پرمختکونه له خنډ سره مخامخ کړي، بلکي هغه په سوو لويي او کوچنۍ ملکي پروژې به هم تاواني کړي چي دمګړی د امريکايي پوځيانو له خوا د افغانستان په بېلا بيلو ولايتونو کي ورباندي کار روان دئ.
«که امريکا په افغانستان کي خپله پوځي بودجه کمه کړي ډيري اغيزي به ئې پر افغانستان وي، ځکه دلته عملاً جګړه روانه ده او له بلي خوا افغان کورني عسکر د روزني په حال کي دي، او دې ماموريت ته به هم زيات تاوان ورسوي».
سپيني ماڼۍ تيره اونۍ اعلان وکړ، چي جمهوررئيس اوباما غواړي له خپلي راتلونکي پوځي بودجې څخه ۴۵۰ ميليارده ډالره سپما وکړي.
د امريکا د نوي پوځي ستراتيژۍ له مخي به متحده ايالات خپله ډيره توجه اسيا ته واړوي او په اروپا کي به خپل پوځي حضورلا پسي محدود کړي. همدا راز به د عراق او افغانستان د جګړو په څېر د مخامخ جګړو پرځای به د چين او ايران لخوا سمندري ګواښونو ته لا ډيره توجه وشي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل