1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کارپوهان: د کووید ۱۹په وړاندي درملو کي لوی پرمختګ

۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبه

دیکسامیتازون له ۵۰ کلونو راهیسي په بازار کي خرڅیږي، ارزانه دي، جانبي عوارض یې لږ دي او کولای سي په عاجلو بسترونو کي پراته د کرونا ناروغانو ژوند وژغوري. بریتانوي کارپوهان د یوه ستر پرمختګ خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3dtys
Dexamethasone Medikament gegen Coronavirus
انځور: Getty Images/M. Horwood

دیکسامیتازون چې ارزانه او التهاب ضد درمل دي، پر شاوخوا۲۱۰۰ ناروغانو تر آزمویلو وروسته یې مثبته نتیجه ورکړې ده.

د آکسفورد له پوهنتون څخه اپیدیمي پوه، پیتر هاربي چي ددغو پلټنو مشري پر غاړه لري ویلي دي چي « دیکسامیتازون یوازیني درمل دي چي تر اوسه پکښي ثابته سوې چي د مړیني کچه راکښته کوي. او دا یو لوی پرمختګ دی.»

په هغو سختو ناروغانو کي چي د دیکسامیتازون ډیره کمه اندازه ورکول سوې وه، د مړیني کچه یو پر دریمي ته راکښته سوې وه. دا نتیجه تر لاسه سوې چي نوموړي درمل باید ژر تر ژره په روغتونونو کي پراته سختو ناروغانو ته ورکول سي.

په ۵۵ یورو باندي د ژوند ژغورل

دیکسامیتازون داسي درمل دي چي په ډیرو ناروغیو کي د التهاب د راکمولو په برخه کي ورڅخه کار اخیستل کیږي. د آکسفورد پوهنتون پروفیسر مارتین لاندرای چي ددغو درملو د آزموینو په برخه کي نقش لوبولی ویلي « دا نتیجه ښيي چي، که هغو ناروغانو ته چي تر تنفسي دستګاوو لاندي پراته دي او آکسیجن ورکول کیږي، ديکساامیتازون ورکړل سي، نو هم به یې ژوند وژغوري او هم ارزانه تمامیږي.»

نوموړي چي د آنلاین له لاري یې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل »د دکسامیتازون پر ځای د هرې دوا کارول به ډیر سخت وي، دا ځکه چي له ۵۰ پونډو لږ « ۵۵،۶۰ یورو» باندي تاسي کولای سی اته تنه ناروغان تر درملني لاندی ونیسی او د هغوی ژوند وژغوری.»

Dexamethasone Medikament gegen Coronavirus
انځور: Reuters/Y. Herman

د هغه په خبره دیکسامیتازون ارزانه دي، په دواخانو کي موجود دي او کیدای سي سمدستي وکارول سي او په نړیواله سطحه ژوند وژغوري.

«دیکسامیتازون به نړۍ ته بدلون ورکي»

تر اوسه پوري د کرونا د نوي ویروس پر وړاندي چي څه د پاسه اته میلیونه کسان ورباندي اخته سوي او تر ۴۳۰ زرو پوري ترې مړه سوي دي، نه کوم واکسن او نه هم کوم درمل سته. د دونالد ترمپ هغه هیله هم تر سره نه سوه چي د ملاریا پرضد دوا دي د کووید ۱۹ په وړاندي وکارول سي.

د Wellcome Trust په نامه نړیوال روغتیايي سازمان کي د کووید ۱۹ کارپوه نیک کیمیک ویلي چي ، اوس به نو دیکسامیتازون د کرونا وبا پر وړاندي خپل اغیز وښيي او په ټوله نړۍ کي به اقتصاد ته بدلون ورکړي او په نړۍ کې به د بې شمیره کسانو ژوند وژغورل سي»