1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل؛ یوې پخوانۍ خبریالې له ودانۍ ځان غورځولی او وژلی

۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه

په کابل کې یوې پخوانۍ خبریالې له ودانۍ ځان غورځولی او مړه شوې ده. داسې خبرونه ورکړل شوي، چې دغې خبریالې د هغې کور ته د طالبانو د ورتګ پرمهال ځان له اپارتمان غورځولی. خو طالبان دا ردوي او وایي، د پېښې څیړنه یې پیل کړي.

https://p.dw.com/p/4ZhdT
Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د افغانستان ځایي رسنیو خبر ورکړی، چې په کابل کې یوې پخوانۍ خبریالې له ودانۍ ځان غورځولی او مړه شوې ده.

 دا پېښه وړمه شپه د کابل  په  قلعه فتح الله سیمه کې شوې ده.

د خبریالې حسنا سادات د مړینې په اړه بېلابېل خبرونه ورکړل شوې دي. ځینو رسنیو خبر ورکړی دی، چې طالبان د دغې خبریالې کور ته د تلاشۍ لپاره ورغلي ول او هغې له ویرې ځان د ودانۍ له اپارتمان لاندې غورځولی او وژلی دی.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه د پېښې پخلی کړی، خو د پېښې په اړه شوط ادعا یې رد کړې ده او ویلې یې دي، چې د پېښې په اړه یې څيړنې پیل کړې دي.

ځدراڼ وایي، د دغې پخوانۍ خبریالې د مړینې قضیه د عدلي طب تر څیړنو لاندې ده. هغه په دې اړه زیاتوي: «د کابل ښار په لسمې حوزې اړوند د قلعه فتح الله په سیمه کې د یوې پخوانۍ خبریالې حسنا سادات د مرګ قضیه چې له اپارتمان لاندې راپرېوتې د پولیسو تر څیړنو لاندې ده. د عدلي طب ابتدایي څېړنې ښيي، چې دا او میړه یې دواړه د نشې په حالت کې وو.» 

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کارونکو لیکلي، چې حسنا سادات د هغې کور ته د طالبانو د ورتګ پرمهال  له ویرې ځان له اپارتمان غورځولی.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

 خو د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند دا ګونګوسې بولي او وایي، چې  د پېښې په تړاو په کور کې یو کس نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی. 

حسنا سادات څو کاله وړاندې په کابل کې د خورشید په نوم په یوه خصوصي تلویزیون کې د خپرونو د وړاندې کونکې په توګه کار کړی.