کابل؛ په مسجد کې ډزې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي
۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبهاعلان
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دویچه ویله ته وویل، چې د دغه پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي: «نن سهارد نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه رواش په سیمه کې یو وسله وال کس په یوه جومات کې ډزې کړي چې په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی.»
هغه د دغه برید لامل «شخصي دښمني» بولي. خالد ځدراڼ زیاتوي، چې د طالبانو ځواکونه د بریدکونکي د نیولو په لټه کې دي.
دوې ورځې وړاندې هم د کابل په کارته پروان سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو.