په کابل کې ځانمرګی بريد شپږ کسان وژلي
۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سهشنبهاعلان
له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه ځانمرګی بريد د مارشال فهيم پوځي اکاډمۍ ته نژدې شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند، نصرت رحيمي په يوې اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه ځانمرګي بريد کې دوه ملکيان او څلور پوځي پرسونل وژل شوي او د پنځو ملکيانو په ګډون ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
د رحيمي په وينا دا «لومړني» ارقام دي او کیدای شي تغيیر وکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د پيښې ځای د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بند شوی دی.
تر اوسه پورې د طالبانو په ګډون هيڅ ډلې د دغه بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخیستی.
په کابل ښار کې د سه شنبې ورځې بريد، په دغه ښار کې تر څو مياشتې آرامۍ وروسته شوی دی.
بريد په داسې حال کې شوی چې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ په قطر کې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په مقصد مذاکرات ادامه لري.
dpa/mks/nz