کابل يو بې ادرسه ښار
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۷, جمعهد کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، چي اوس ئې د دغه ښار د پتو جوړولو اقدام کړی دئ. د کابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي، چي کاري ډله ئې اوس تلاښ کوي چي د دغه ښار پتي جوړي او عملي کړي.
نو اندېش دا خبره تائيد وي چي کابل هغه ښار دئ چي پته نه لري. که څه هم گرځنده تليفونو تر ډيره ځايه پوري دغه ستونزه حل کړې ده، خو پوستي امانتونه بيا پتو ته اړتيا لري. دغه راز بېړني خدمتونه، لکه اور وژنه، امبولانس او پوليس د پيښو پرمهال دقيقو پتو ته اړتيا لري.
د کابل ښار وال وايي: «موږ داسي يوه طرحه جوړه کړې ده، چي له مخي ئې په لومړي قدم کي د څلورمي او لسمي ناحيې ټول کورنه نمره سوي دي. افغان بيسيم مخابراتي شرکت حاضر سو چي د دغو کورونو د نمره ايښولو له پاره کوچنۍ لوحې جوړي او پر کورونو باندي ئې ځوړنده کړي. دغه کار اوس روان دئ کيدای سي ليدلي مو وي، چي څوومه ناحيه او څووم کور.»
د ښاروال په خبره په پلان کي ده چي د هري کوڅي په خوله کي د يادي کوڅي د ټولو کورونو نمرې پر يوه لوحه باندي وليکل سي.
د دغي پروسې له پيلېدو څخه نزدې یو کال تيريږي خو بيا هم په پوره اندازه کار پر مخ نه دي تللی او د کابل او هغه خلک چي له نورو ولايتونو څخه دغه ښار ته راځي شکايت کوي چي د پتي پيدا کولو په برخه کي له ستونزو سره مخامخ دي.
يو تن چي خپل نوم روح الله کريمي ښيي او وايي چي د ايران څخه تر راستنېدو وروسته له يوه کال راهيسي په کابل کي ژوند کوي تر اوسه پوري په دغه ښار کي ستونزي لري:
«له دغه اړخه د کابل ښار ډيري ستونزي لري. ما مزارشريف او هرات ښارونه ليدلي دي هلته وضعيت تر دې ځای ډېر ښه دئ. که تاسو غواړی چي د کابل يوې سيمي ته ولاړ سي نو له ځان سره بايد يو بلد سړی بوزي، که نه نو مقصد ته نه سي رسېدلای.»
په کابل کي د نفوس ډيروالي او نوو ښارگوټو جوړېدو ته په کتو سره د بې ادرسۍ (د پتي نه شتون) ستونزه نوره هم ډېره سوې ده. د کابل يو بل اوسېدونکی محمود نيوکه کوي، چي نوي جوړي سوي محلې نه يوازي پته نه لري، بلکي سمي لاري هم نه لري. هغه له مسئولو چارواکو څخه غواړي چي ژر تر ژره دغي ستونزي ته پاملرنه وکړي.
«موږ تر اوسه له څو جادو پرته نور داسي څه نه دي ليدلي چي ښاروالۍ دي په دې برخه کي کړي وي. خو زه له خلکو غوښتنه کوم، چي په داسي حال کي چي ښاروالي دې ته پاملرنه نه کوي، خپله دي خلک دغه ټکي په پام کي ونيسي تر څو له ستونزو يا خدای مه کړه ناورين سره مخامخ نه سي.»
په کابل کي کورنيو جگړو چي د ښار مرکزي سيمي يې ويجاړي کړې او په وروستيو کلونو کي چي په دغه ښار کي بې پلانه ښارگوټي جوړ سوي دي دغه ستونزه ئې نوره هم ډيره کړې ده.