1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل له امریکایي قراردادیانو ميليونونه ډالره مالیه غواړي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۱۲, جمعه

افغانستان د امریکا د دفاع وزارت د قراردادي شرکتونو پر ضد په میلیونو ډالرو ماليو نه ورکولو په ترڅ کې د اقداماتو د تر سره کولو گواښ کړی. په دې کې د هغوی د بانکي حسابونو کنگلول او یا هم د جواز نه تمدیدول شامل دي.

https://p.dw.com/p/1Fs5U
انځور: Getty Images

امریکا متحد ایالات د ځینو تأدیاتو د ورکړي غوښتنه شخړه ییزه بولي او وایي چې هغه مهال د نافذ پوځي تړون له مخې شرکتونه له مالیې ورکولو څخه معاف ول.

د امريکا په وینا دواړه اړخونه هڅه کوي چې دغه شخړه تر ټاکل شوي معیاد د مخه حل او فصل کړي. دغه موده د نورو درو میاشتو یعني د سپتمبر تر لومړۍ پوري غځیدلې ده.

هغه شرکتونه چې د اقداماتو له گواښ سره مخامخ دي، پکښې رای تیون، ډاین کورپ انټرنیشنل او سپریم گروپ، شامل دي. دغو شرکتونو د ناټو ځواکونو، دیپلوماتیکو خدماتو او مرستندویه سیکتور ته مهم خدمات وړاندي کول.

د افغانستان د مالیي وزارت د گمرکونو او عوایدو معین گل مقصود ثابت، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې، ټولو دغه شان شرکتونو ته په اشارې سره ویلي دي: «که چیري د مالیې وضعیت روښانه نه شي، نو موږ هغوی ته جواز نه شو ورکولای.»

هغه زياته کړې ده چې دوی نه غواړي د امریکا پوځ ته د موادو انتقال اغیزمن شي، ځکه هغوی په جگړه کې دي، خو ويلي ئې دي چې د مالیاتو په برخه کې به ښایي افغانستان انټرپول ته هم مراجه وکړي.

د بهرنیو شرکتونو له پاره د افغانستان بازار په تیر کال کې د متحدو ایالاتو په مشرتوب ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په ځانگړې توگه محدود شوی دی.

داسې اټکل کیږي چې له ۲۰۰۲م کاله تر ۲۰۱۴م پوري په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت د قراردادیانو له لاري۲۰ ميليارده ډالره مصرف شوي وي.

په دغه شخړه کې ښکلیو شرکتونو ویلي دي چې د امریکا حکومت په دې اړه په خبرو کې دی. د ډاین کورپ ویاندې ویلي دي: «دا د امریکا متحدو ایالاتو او افغانستان د حکومتونو تر منځ د مالیې د معافولو پالیسۍ پر سر شخړه ده. موږ خبر یو چې دواړه حکومتونه د دغي ستونزي د حل له پاره کار کوي.»

په کابل کې یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د شرکتونو تر منځ پورونه متفاوت دي او واشنگټن هڅه کوي چې دا خبره یقیني شي چې قانون په عادلانه توگه تطبیقیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب