1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل؛ د پوهنتون د يوه استاد بل ډول اعتراض

۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

له یوې کراچۍ او نمونه یي ونې سره اعتراض

https://p.dw.com/p/4MyLv
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

په کابل کې د یوه پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې څه موده مخکې یې له تحصیل څخه د نجونو او ښځو د منع کیدو په اعتراض کې په یوې ژوندۍ تلویزونې خپرونه کې خپل تحصیلي اسناد څیرې کړل، دا وار یې په یو بل شکل اعتراض کړی دی. هغه یوه لاسي کراچۍ جوړه کړې ده په کې نمونه یي ونه ولاړه ده. د دغې ونې نوم یي »اقرا« ایښې او د دې ونې پر پاڼو یې د تحصیلي څانګو نومونه لیکلي دي.

نوموړی په دې کراچۍ کې کتابونه لیږدوي او پر ښځو او د طالبانو د ډلې پر غړو یې ویشي. د پوهنتون دغه استاد وایي تر هغې چې طالبانو د ښځو او نجونو زده کړو ته اجازه نه وي ورکړې خپل اعتراض ته به په مختلفو میتودونو دوام ورکړي.