1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د پاسپورت دفتر مخې ته چاودنه شوې

۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د پاسپورټ ادارې دروازې ته نژدې يوه چاودنه شوې ده. په کابل کې رويټرز خبري آژانس دغه خبره د یوه چارواکي له قوله کړې ده. طالبانو بیا ويلی چې د يوې حملې مخنیوی يې کړی دی.

https://p.dw.com/p/44kIh
Afghanistan Kabul | Anstehen für Pass | Taliban
انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي چې د خپل نوم د ښودلو يې ډډه کړي ده رويټرز ته ويلي دي چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی. هغه همدا ډول په چاودنه کې د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه هم څه نه دي ويلي.

دغه چاودنه داسې وخت شوې چې د طالبانو سرپرست حکومت د پنجشنبې په ورځو کې د پاسپورت ويش د طالب چارواکو او امنيتي ځواکونو ته جلا کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستيال، عاقل عزام بيا وايي چې يو حمله کونکی چې غوښتل يې د پاسپورت ریاست ته دننه شي، تر پيژندل کیدو وروسته وژل شوی دی.

 که څه هم ويل کيږې دغه چاودنه چې د یو ځای پر ځای شوي ماین وه، تلفات يې هم اړولي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه پيښه تلفات نه لري. ځينې خبريالانو چې د دغې پيښې د خبري پوښښ له پاره سیمې ته تللي، ويلي دي چې د لوړو تلفاتو په خاطر دوی ته د پيښې ځای ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې. خو طالبان په خپله بیا په دې اړه څه نه وايي.

تر اوسه کوم فرد يا کومې ډلې د دغې حملې مسئوليت په غاړه نه دی اخیستی.

دغه چاودنه داسې وخت شوې چې په وروستيو ورځو کې طالبانو په کابل کې د پاسپورت د ویش لړۍ د بیا پيلیدو اعلان وکړ. له دې کبله په دې ورستیو کې د کابل د پاسپورت ادارې مخې ته د پاسپورت اخیستلو په موخه د راغلو خلکو زښته ډيره ګڼه ګوڼه وي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د کابل د نن ورځ چاودنې په اړه خبرونه خپاره کړي.