کابل: د امنیتي کمپنيو له بهرنیو کارکوونکو څخه وسلې نیولي سوي دي
۱۳۹۰ دی ۱۵, پنجشنبهد افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي، ویلي دي چې نیول شوو کسانو و نه شوای کولای چي د وسلو قانوني اسناد حاضر کړي. هغه زیاته کړه چي د پېښي په تړاو افغان پولیسو دوه بریتانوي وګړي او دوه افغانان نیولي دي.
صدیقي زیاته کړې ده چي افغان حکومت به ډیر ژر له دغه امنیتي کمپنۍ څخه د فعالیت جواز بیرته واخلي. دا په داسې حال کې ده چې ددې کمپنې مسئولينو ویلي ول، چي نیول شوي وسلې ئې یوازې په امتحاني ډول د ځان سره درلودې. هغوی زیاته کړې ده چي غوښتل ئې د خپل افغان کارکوونکو له پاره نوي وسلې خريداري کړي، نو په همدې دلیل ئې دغه وسلې د ځان سره درلودې.
د امنیتي کمپنۍ یوه چارواکي چي د نوم د نه اخستلو په شرط ئې خبري کولې رویترز خبري اژانس ته ویلي دي، چي یاده کمپني د وسلو مالکه نه ده او دغه وسلې ئې یوازي د امتحانولو له پاره د ځان سره درلودې.
تر هغه وروسته چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنگ سو، په افغانستان کې ډیرو خصوصي امنیتي کمپنیو په کار پیل وکړ. د ۲۰۱۰ کال په اګست میاشت کي افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چي غواړي په افغانستان کي ټولې امنیتي کمپنۍ د یوه کال په موده کي وتړي. وروسته بيا دغه موده د ۲۰۱۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې وغځول شوه.
کرزي ویلي دي چي په افغانستان کې د امنیتي کمپنيو شتون د پولیسو د پیاوړتيا په وړاندي تر ټولو لوی خنډ دئ. د پلان له مخي به د امنیتي کمپنیو تر له منځه تلو وروسته د هغوی مسئوليتونه افغان پولیس پر غاړه واخلي.
مسعود جهش/ اژانسونه
کتونکی: نجیب الله زیارمل