کابل - د ارغندې د بريښنا سب ستيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستیش د ۲۰ ميليون ډالرو په لګښت په درو کلونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د بريښنا شرکت وايي چې د دغې پروژې په پرانيستلو سره به د کابل ښار د يوې لويې برخې د بريښنا ستونزه هواره شي.
د سب ستیشن پرانيستنه
د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستيشن د بريښنا شرکت له خوا د پارلمان د يو شمير غړو او سياسي څيرو په شتون کې پرانيستل شو.
۱۲۶ ميګاواټه بريښنا
د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستيشن د ۱۲۶ ميګاواټه بريښنا د تولید ظرفيت لري. د دغه سب ستيشن له بريښنا څخه به د ميدان وردک، غزني، لوګر، پکتيا او خوست ولايتونه برخمن شي.
د خلکو شکايتونه
د کابل ښار اوسيدونکي په دوامداره توګه په کابل کې د دوامداه بريښنا د نه شتون په اړه شکايتونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي موسم په رانژدې کيدو سره د بريښنا په ويش کې وقفې يا پرچاويانې نورې هم ډيريږي.
د اسيا پراختيايي بانک
د دغه سب ستيش پر فعاليدو باندې ۱۹ اعشاريه ۹ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی چې د آسيا پراختيايي بانک له خوا ورکړل شوي دي. د پروژې چارې يې د آلماني شرکت زيمينس له خوا مخته وړل شوي دي.
پر خودکفايۍ باندې تمرکز
د افغانستان د بريښنا شرکت وايي چې د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستيشن د انکشافي او پراختيايي پروژو له ډلې څخه يوه پروژه وه چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت په پلانونو کې يې ځای درلود.
يو څه ستونزې به حل شي
د بريښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس امان الله غالب وويل: «دا يوه مهمه ملي پروژه ده چې کولای شي د بريښنا د کمښت او د هغې د ټيټ کيفيت ستونزې حل کړي. دغه سب ستيشن همدا راز نورو ولايتونو ته د بريښنا رسولو د مهمو تاسيساتو څخه ګڼل کيږي.»
پر ۱۳ ولايتونو د بريښنا ويش
د بريښنا شرکت رئيس په وينا کله چې د ارغندي سب ستيشن د ترکمنستان د ۵۰۰ ميګاواټه بريښنا پروژې سره وصل شي، په هغه صورت کې به وشي کړای چې د افغانستان ۱۳ ولايتونو ته بريښنا توزيع کړي. په حاضر وخت کې د دغه سب ستيشن بريښنا د تاجکستان او ازبيکستان د ۳۵۰ ميګاواټه وارداتي بريښنا باندې فعاله شوې ده.
له بريښنا رياست څخه باج اخيستنه
د طالبانو په ګډون، يو شمير سيميز زورواکان هم هڅه کوي تر څو له بريښنا شرکت څخه باج واخلي. د افغانستان د ملي امنيت ادارې په وروستيو ورځو کې يوه ډله ونيوله چې د پروان په سالنګ سيمه کې يې د بريښنا درې پايې تخريبې کړې وې. دغې ډلې د بريښنا شرکت څخه ۱۰۰ زره امريکايي ډالر غوښتي وو.
تر درې کلونو کار وروسته
د ارغندي د بريښنا سب ستيشن د پروژې چارې د ۲۰۱۶م کال په جون مياشت کې پيل او د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
کارکونکو سره نامناست چلند
د بريښنا شرکت له يو شمير زورواکانو څخه شکايت کوي چې په ځينو حالاتو کې د دغې ادارې د کارکونکو سره نامناسب چلند کوي. د بريښنا شرکت يو شمير انجنيرانو حتی د خپلو دندو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.