کابلوف: روسيه کولای سي افغانستان ته خپل عسکر ولېږي
۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبهد يو شمير روسي رسنيو او د افغانستان د تلويزيون يک د وېبپاڼي د خبر له مخي کابلوف دا څرګندونې په یوه مرکه کي د مارچ مياشتي په ۳يمه نېټه کړي دي. دغه مرکه د روسيې د فدرالي خبري آژانس سره ترسره سوې ده.
د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر دغه ځانګړي استازي ويلي چي که د افغانستان چارواکي له روسيې څخه غوښتنه وکړي، نو روسيه کولای سي چي افغانستان ته خپل عسکر د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر ولېږدوي. کابلوف زياته کړې ده چي لومړی بايد د بين الافغاني خبرو اترو نتيجې او د يو داسي پراخبنسټه ائتلافي حکومت جوړېدو ته انتظار وسي چي د ټولو افغانانو استازی وي.
دغه روسي چارواکي ويلي: «د ترهګرۍ ضد مبارزې او د افغانستان سره د نظامي مرستي په ترڅ کي موږ دې ته انتظار کوو چي په کابل کي يو نورمال حکومت وي چي موږ ورسره د نظامي مرستي موضوع مطرح کړلای سو.»
د کابلوف په وينا روسيې پخوا هم ورته وړانديز مطرح کړی ؤ خو په وينا يې سمه ارزونه نه وه سوې. هغه زياته کړې: «موږ يو ځل د مرستي وړانديز کړی ؤ چي يا خو امريکايانو او يا خو افغانانو د بيلو شرطونو سره مشروط کړی ؤ.»
د کابلوف په وينا که له روسيې څخه په دې اړه هيله وسي نو روسيه و مرستې ته چمتو ده. کابلوف زياته کړې چي البته د دا ډول ممکنه مرستي «شرايط به روسي مشرتابه تعريف کوي.»
AG/AWA/NS
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (09.12.2019):