ښځي او افغانی رسم و رواج
۱۳۹۰ فروردین ۲, سهشنبهاعلان
د (واوره او زده کړه) د پروګرام په دغه برخه کښي د ځوانو ښځو دپاره د تعليم د ترلاسه کولو د امکاناتو ډول ډول مثالونه ښوول کيږي، او پر دې رڼا اچول کيږي چه ددغوامکاناتو څخه څنګه استفاده کيدلای سي . همدارنګه به خلکو ته دا هم واضح کړی چی د علم او پوهی زده کړه نه یوازی پر هلکانو بلکی پر نجونو هم لازمه ده او د اسلام مقدس دین هم پر هغه تأکید کوي .
دلته به خصوصاً د څو هغو کورنیو چی په کلو او بانډو کی اوسیږی ، مثالونه ورکړل سی . د هغوی پرعنعنو او فامیلی قیوداتو، خصوصاً په زوره او یا دښمنیو کی د کوچنیو نجونو د واده کولو، مکتب ته د هغوی د نه پرېښولو او نورو مشکلاتو په باب بحث وسي .