ښایسته غاښونه د پیلانو د ژوند په بیه تمامیږي.
له تیري یوې لسیزي راهیسي په پیلانو کې ۶۰ سلنه کمښت راغلی دی. په افریقا کې هره ورځ په اوسط ډول سل پیلان د دوی د غوښي او غاښونو د ترلاسه کولو په موخه وژل کیږي. بل لور ته د پیلانو څړځایونه هم کم شوي دي.
د پیلانو نسل مخ پر کمیدو دی
یوه پيړۍ مخکي په افریقا کې یو میلیون پیلان ول، خو اوس یې شمیر د ۴،۵ او ۷ سوه زرو تر منځ ښودل شوی دی. د آسیا په ځنگلونو کې د پیلانو شمیر له ۳۵۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پوري اټکل شوي دي. په تیره یوه لسیزه کې د پیلانو په شمیر کې د ۶۰ سلنه کمي په پام کې نیولو سره پوهانو اندېښنه ښودلې ده چې که چیرې دغه وضعیت همدا شان دوام پيدا کړي، نو په راتلونکو لسو کلونو کې به د پیلانو نسل له نشت سره برابر شي.
د پیلانو د غاښونو بیه په بې ساري توگه لوړه شوې
د وژل شوو افریقایې فیلانو غاښونه (عاج) ډیر وختونه د آسیا په مارکیټونو کې پلورل کیږي. د تیرو پنځو کلونو په موده کې په چین کې آئیوری(د پیل غاښ) ته تقاضا ډیره شوې ده، چې له امله یې د پیلانو د وژني بهیر هم ډیر چټک شوی دی. همدا سږکال په جولای میاشت کې د سویس هیواد په زوریخ هوایې ډگر کې ۲۶۲ کیلو گرامه د پیلانو غاښونونه (عاج) نیول شوي دي.
د پیلانو غاښونه د خونړیو شخړو سبب گرځیدلی دی
ویل کیږي چې تر نشه یې موادو او انساني قاچاق وروسته د ځنگلي حیواناتو تجارت تر ټولو لوی غیر قانوني کاروبار دی. د پیل د غاښ غیر قانوني کاروبار د افریقا په لویه وچه کې د راز راز شخړو رامنځته کیدو سبب گرځيدلی دی. د چین په تور بازار کې یو پاونډ د پیل غاښ په ۱۰۰۰ ډالره(۹۰۳ یورو) پلورل کیږي.
پیلان د ایکو سیستم له پاره گټور دي
سره له دې چې په نړیواله کچه د فیلانو د غاښونو پر تجارت بندیز لگول شوی، خو بیا هم په ډېر پیلان وژل کیږي. د ایس ایلیفینټس په څیر سازمانونو په حواله د افریقا خلکو ته باید په دې اړه عامه پوهاوی ورکړل شي چې پیلان د ایکو سیستم یا چاپیریال له پاره څومره مهم دي او څرنگه کولای شي د ایکو توریزم او له گډ کرنیز تخنیک سره کارځایونه رامنځته کړي.
د پیلانو د اوسیدو ځایونه پر کمیدو دي
پر غیر قانوني ښکار سربیره د پیلانو د څړ ځایونو کمښت دی. په تیرو څو لسیزو کې د افریقا نفوس د پام وړ ډېر شوی دی چې له امله یې د پیلانو له پاره ځای په پرله پسې ډول کمیږي. ډېر ځنگلونه وهل شوي او څړځایونه له مځه تللي. له ځينو پیلانو څخه د لرگیو په غیر قانوني تجارت کې کار اخیستل کیږي.
د هیلو څرک؟
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د روان کال په جولای میاشت کې د داسي پروژو اعلان وکړ چې له مخې به یې په امریکا کې د پیلانو د غاښونو پر تجارت بندیز لاپسې سخت شي. امریکا تر چین وروسته د پیل غاښ تجارت له پاره تر ټولو لوی بازار گڼل کیږي. چین هم په خپلو بازارونو کې د پیلانو پر غاښونو د بندیز لگولو اراده ښودلې.