ژورنالیزم: یو خطرناک فعالیت
د ۲۰۱۸م کال په تيرو لسو میاشتو ۷۳ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي. خو یوازې د جګړو په سیمو کې نه. د تحقیق کوونکو خبریالانو پر وړاندې ګواښونه مخ پر زیاتیدو دي او تیرکال ځيني نیول شوي او بندیان شوي دي.
بلغاریا، ویکتوریا مارینووا
د بلغاريا تلویزون دغه ۳۰ کلني نطاقې د اروپایي اتحادیې د مرستو په ترڅ کې د ادعا شوي فساد په هکله څیړني کولي. هغه په اکتوبر میاشت کې د بلغاريا په شمالي ښار روز کې په بې رحمه ډول وژل شوې ده.
سعودي عربستان، جمال خاشقجي
۶۰ کلن لیکوال، د واشګنټن پوسټ له پاره مقاله لیکونکی او د العرب نیوز خبري چنیل مسئول مدیر جمال خاشقجي، وروستی وار د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د تګ پر مهال لیدل شوی وو. هغه ځینو اسنادو ته اړتیا درلوده. نامزادي یې د قونسلګرۍ د باندې ۱۱ ساعته انتظار وکړ، خو وایي چې هغه را ونه وت. خاشقجي ترمخه ویلي ول چې د سعودي مشرتابه غواړي دی ووژني.
سلواکیا، یان کوڅیاک او مارتینا کوزنیرووا
د پولیسو یو پخوانی افسر د تحقیقاتي ژورنالیست جان کوچیاک او د هغې د ملگري مارتینا کوزنیرووا قاتل بلل شوی دی. دغه قتل د سترو احتجاجونو سبب شو او لومړی وزیر یې استعفا ته اړ کړ. کوڅیاک د حکومت او ایټالیا د مافیا تر منځ د اړیکو په هکله څیړنې کولي.
مالتا، دافنه کاروآنا ګالیتزیا
تحقیقاتي ژورنالیستې دافنه کاروآنا ګالیتزیا، چې د مالتا هیواد د لومړي وزیر جوزف موسکات او د پاناما پیپرز یې د احتمالي تړاو په هکله څیړنې کولې، په ۲۰۱۷م کال کې په خپل موټر کې د یوه بمي برید قرباني شوه.
میانمار، وا لون او کایا سویي
د رویټرز خبریال وا لون او کایا سویي د روهنګیا مسلمان لږکیو د وژنو په هکله رپوټونه ورکړل. هغوی د ۲۰۱۷م کال په دسمبر میاشت کې وروسته له هغې ونیول شول چې له پولیسو سره د ملاقات له پاره ماښامنۍ ته وربلل شوي ول. په سپتمبر میاشتې کې ۳۹ وارې په محکمه کې د حاضریدو او ۲۶۵ ورځې په بند کې د تیرولو وروسته د اوو کلونو بند په سزا محکوم شول.
مکسیکو، ماریو ګومیڅ
تر افغانستان او سوریې وروسته مکسیکو د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک ځای ګڼل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې په دغه هیواد کې ۱۴ ژورنالیستان وژل شوي او په روان میلادي کال کې لس نور خبریالان وژل شوي دي. ۳۵ کلن خبریال ماریو کومیڅ په سپتمبر میاشت کې هغه مهال ووژل شو چې له خپله کوره راووت. هغه ته د دولتي چارواکو په هکله د فساد د څیړنو په ترڅ کې د مرګ ګواښونه شوي ول.
افغانستان، صمیم فرامز او رامز احمدي
د تلویزون خبریال صمیم فرامرز او کمره من یي رامز احمدي هغه مهال په سپتمبر میاشتې کې ووژل شول چې د کابل په لویدیځ کې یي د یوه برید په هکله رپوټ چمتو کاوه. د هغوی د ژوندۍ خپروني تر ختمیدو سملاسي وروسته د موټر بم چاودنه وشوه او دوی پکښې ووژل شول. افغانستان اوس هم په نړۍ کې د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هيوادونو څخه دی.
برازیل، مارلون دي کاروالو
د برازیل په ټاکنیز کمپاین کې ستره موضوع فساد وه. د راډیو خبریال کاروالو، د رشوت اخیستني موضوع ته خپله توجه اړولې وه او په فساد کې يې د چارواکو د احتمالي ښکیلتیا په هکله لیکنې کړې وې. په اګست میاشت کې څلور وسله وال سهار وختي د هغه کور ته ورننوتل او هغه یي په ډزو وواژه.
کشمیر، شجاعت بخاري
کشمیری خبریال شجاعت بخاري په سرینګر کې د ورځپاڼې د دفتر دباندې وویشتل شو. بخاري چې یو وخت يي له دویچه ویله سره هم کار کاوه د هند او پاکستان تر منځ په سوله ایزه توګه د شخړې د هواریدو په هکله هلې ځلې کولې.
امریکا متحده ایالات، دي کیپیټل ورځپاڼه
د دغې ورځپاڼې ایډیټر وینټرز، د هغه مرستیال روبرت هیاسن، لیکوال ګیرالد فشمن، خبریال جان مک نامارا او د خرڅلاو د برخې مرستیاله ریبیکا سمت په جون میاشتې کې هغه وخت ووژل شول چې په دفتر کې پرې وسله وال برید وشو. هغه کس چې پر نوموړې ورځپاڼې یي شهرت ته د زیان اړولو دعوه کړې وه، د پيښې په ځای کې ونیول شو.
ویکتوریا مارینووا، په ۲۰۱۸م کال کې د وژل شوو خبریالانو په کتار کې وروستۍ ده. د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون ويلي دي چي د ۲۰۱۸م کال په تيرو لسو میاشتو کې ۷۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. په افغانستان، برازیل، بلغاریا، د افریقا مرکزي جمهوریت، کولمبیا، ګواتامالا، هند عراق، لابیریا، مکسیکو، نیکوراګوا، پاکستان، فلسطین، فلیپین، د سلواکیا جمهوریت، سومالیا، سوریه، امریکا متحده ایالات او یمن کې خبریالان هدفي او په متقابلو فیرونو کې وژل شوي دي.