1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېر مهاجر د مسلکي کارگرو په توګه په کار بوخت دي

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

يوه نوې څېړنه ښيي چي په مهاجرو کي تر ډير بیا افغان مهاجر په مسلکي کارځايونو کي په کار بوخت دي.

https://p.dw.com/p/2q34g
Deutschland Flüchtlinge Fortbildung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

د وروستیو شميرنو له مخې تر۱۴۰ زره زيات مهاجر په جرمني کي په مسلکي کارونو بوخت دي. د دوی ډېری د افغانستان، ايريتریا، عراق، ايران، نايجريا، پاکستان، سوماليا او سوريې څخه راغلي دي.

د پنجشنبې په ورځ  د آلمان د کلن ښار د اقتصاد انستیتوت د څيړنې پايله (فونکه) رسنيزي ډلي خپرې کړي دي. په څېړنه کي راغلي دي چي د دغو کسانو ۶۰ سلنه ئې تر مسلکي زده کړو وروسته کارونه موندلي دي. د دغو مهاجرو ۴،۹ سلنه بیا په حرفوي کارونو بوخت دي. دا هغه کسان دي چي ديپلوم يا ماستري ولري.

باقي پاتې څلويښت سلنه مهاجر د مرستې رسولو کارونه کوي چې د هغې له پاره کومې مسلکې زده کړې ته اړتيا نه شته.

د دغي څيړنې اساس د آلمان د کار موندني ادارې د ارقامو له مخې شوی چې د مارچ مياشتې ۳۱ نيټې پوري پکې څيړنه شوې ده.

په دوي کې يو پر څلورم له سوريې څخه راغلي مهاجر دي، يو پر پنځم بيا افغانان دي. له عراق څخه «پنځلس سلنه» دي او له ايران څخه« څوارلس سلنه.»

دغه راز په څيړنه کې ښودل شوي چې د دوي په منځ کې په مسلکي کارکونکو کې د افغانانو شمير زيات دې اوشمير يې پنځوس سلنه دی.

د دغو معلوماتو له مخې چې د آلمان د کارموندنې ادارې فونکه رسنيزي ډلي ته ورکړي، پکښې په خاص ډول د منځنيو او کوچنيو تصديو رول مهم دی.

له دغو اتو هيوادونو څخه راغلي مهاجر په منځنيو او کوچنيو شرکتونو کې په کار بوخت دي.

dpa,kna,epd(S.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: