1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورډنمارک

ډنمارک د قرآن کريم سوځول منع کړل

۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

د ډنمارک پارلمان د قرآن کریم او نورو مذهبي متونو د سوځولو د ممنوعیت قانون تصویب کړ. دغه قانون د هغو افرادو له پاره چې د قرآن، تورات او انجیل په ګډون ديني متونو سره «ناوړه چلند» کوي، د دوه کاله حبس سزا په پام کې نېولې ده.

https://p.dw.com/p/4Zvrt
د ډنمارک پارلمان، د قران کریم او نورو مذهبي متونو د سوځولو د ممنوعیت قانون تصویب کړ - Loredana Sangiuliano/SOPA/ZUMA/picture alliance
د ډنمارک پارلمان، د قران کریم او نورو مذهبي متونو د سوځولو د ممنوعیت قانون تصویب کړ - Loredana Sangiuliano/SOPA/ZUMA/picture allianceانځور: Loredana Sangiuliano/SOPA/ZUMA/picture alliance

دډنمارک پارلماند پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د دسمبر ۷) د قران کريم او نورو دیني متونو د سوځولو د ممنوعیت قانون، تر ساعتونو بحث او جنجال وروسته، له ۹۴ موافقو او ۷۷ مخالفو رایو سره تصویب کړ. په دغه قانون کې د هغو کسانو له پاره تر دوو کلونو پورې د حبس سزا په نظر کې نيول شوې چې د قرآن ، تورات، انجيل او یا نورو دينی متونو سره «ناوړه چلند» کوي.

نوی قانون یوازې هغو متونو او ليکنو ته اشاره کوي، چې د «پېژندل شوو مذهبي ټولنو له پاره اساسي اهمیت لرونکي پېژندل شوي» دي.

د ډنمارک د عدلېې وزارت په وینا «دغه قانون د مذهبیانو «سیستماتيک سپکاوي» ته د پای ټکي کېښود او په ډنمارک کې د تروريستي اقداماتو خطر د ډېرېدو د مخنيوي له پاره دی.»

خو اپوزيسیون بيا د ډنمارک حکومت تورنوي چې «له دغه قانون څخه د بیان آزادۍ د محدودولو او د اسلامي رژیمونو غوښتونو ته د سر ټيټولو له پاره استفاده کوي.»

په پاکستان کې د قران کریم د زړو نسخو ښخول

  د اګست مياشتې پر ۳مه مازديګر، په ډنمارک کې یو مذهبي کتاب وسوځول شو، چې روښانه نه ده چې قرآن وو که نه. تر هغه وروسته د ډنمارک عدلېې وزارت اعلان وکړ چې «موجوده ګواښونو ته د غبرګون» په خاطر، په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت تغيير کړی او حکومت پتېيلې ده چې «هېواد ته د داخلېدو بهیر د خاصو ګواښونو د مخنيوي په موخه، په ډېر دقت کنټرول شي.»

د سويډن حکومت هم د جولای مياشتي پر ۲۰ د یوه ۳۷ کلن عراقي ځوان له خوا د قرآن کريم تر سوځولو وروسته، په ورته اقدام کې په خپلو سرحدونو کې د کنټرول کچه لوړه کړه.

د ډنمارک او سويډن حکومتونو د قرآن سوځول وغندل، خو «د بیان آزادۍ څخه د دفاع» په دليل ونه توانېدل چې پر دغه عمل ممنوعیت وضع کړي.

د ۲۰۲۳م کال په دوبي کې، په اسکانديناوي هيوادونو کې د قرآن سوځولو پېښې، په اسلامي هيوادونو کې پر تاوتريخجنو اعتراضونو منتجې شوې.

د عراق په پلازمينه بغداد کې په ډنمارک کې د قرآنکریم سوځولو په غبرګون کې د اګست په ۲۲مه د خلکو اعتراض
د عراق په پلازمينه بغداد کې په ډنمارک کې د قرآنکریم سوځولو په غبرګون کې د اګست په ۲۲مه د خلکو اعتراض انځور: Murtadha Al-Sudani/AA/picture alliance

د طالبانو سرپرست حکومت د قران سوځولو په غبرګون کې په افغانستان کې د سويډن هیواد پر هر ډول فعالیت بندیز اعلان کړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه وخت پر ټويټر شبکې چې اوس پر اکس نومول شوې، وليکل تر هغې چې د سويډن له خوا «د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوي، اسلامي امارت په افغانستان کې د سویډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي...»

په عراق کې بیا یوه ډله اعتراض کوونکو په بغداد کې د سويډن سفارت پر ودانۍ هجوم وروړ او هغې ته ېې اور واچاوه او یو شمېر اسلامي هيوادونود سويډن سفیران احضار کړل.

د ایران مذهبي رهبر، علي خامنه ای بیا د سويډن حکومت د اسلامۍ نړۍ پر ضد جګړې ته په لمسون تورن کړ.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل