چینایي فضایي بیړۍ بیرته ځمکې ته راکښته شوه
۱۳۹۱ تیر ۹, جمعهدغه فضایي بیړۍ د جمعې په ورځ د چین په سیمه ییز وخت پر لسو بجو د دې هیواد په شمالي برخه کې راکښته سوه . د ځمکې په لور د بیړۍ حرکت د یوه پراشوت په مرسته ورو کړای شوی وو. دغه ټول بهیر په بشپړه توگه د چین د دولتي تلویزیون له خوا په ژوندی بڼه خپور شو.
د چین یوه خبري آژانس د ستور مزلو په حواله لیکلي دي: «موږ بیرته راستانه شوو. موږ ډیر ښه احساس لرو.»
دغو چینایي ستور مزلو په فضا کې ۱۳ ورځې تیرې کړي دي. د چارواکو په خبره هغوی په دې لړ کې له کومې ستونزې سره نه دي مخامخ شوي. دا تر اوسه پورې څلورم تر ټولو اوږد چینایي فضایي عملیات دي چې په ترڅ کې ئې ستوري مزلي فضا ته استول کیږي.
د چین د دغو فضایي عملیاتو ځانگړتیا په دې کې وه، چې پکښې د لومړي ځل له پاره یوه ښځینه ستورې مزلې هم فضا ته استول شوې وه. دغه ستورې مزلې لیو ینگ نومیږي.
په «شین هوا ۹» کې سپرو درو چینایي ستورو مزلو په فضا کې ځینې ازموینې او څیړنې کړي دي. د دغو څیړنو او ازمونیو پایلې به په راتلونکې کې وکارول شي. چین غواړي په فضا کې داسې یوه اډه جوړه کړي چې پکښې ستوري مزلي د اوږدې مودې له پاره و اوسیدلای شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض