1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چینايي ساینس پوهانو د کرونا پر ضد ډیره اطمیناني دوا جوړه کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

چینايي ساینس پوهانو ادعا کړې چې د کرونا ویروس پر ضد یوې ډیري اطمیناني دوا ته یې وده ورکړې ده. هغوی د پیکینګ په معتبره پوهنتون کي د دغي دوأ د معرفي کیدو پر وخت وویل چي هغه یې پر حیواناتو باندي وختي لا تجربه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3cSg3
China Wuhan Rückkehr zur Normalität
انځور: AFP

چينايي ساينس پوهانو اعلان وکړ، چي دغه دوا کیدلای سي هم په کرونا ویروس د اخته کیدونکو مریضانو په معالجه کي په کار ولویږي او ژر یې جوړ کړي او هم یې د لنډ وخت د پاره په کرونا د اخته کیدو څخه وساتي.

د دغي دوا ترکیبات د هغو انټي باډي څخه پلاس راغلي دي، چي ساینس پوهانو د ۶۰ انسانانو د ویني څخه حاصل کړي دي، کوم چي په کرونا ویروس باندي اخته سوي وه.

د پیکینګ د جنتيک د تحقیقاتي مرکز آمر، سني شي د فرانسې خبري آژانس، ته وویل، چي دغه انتي باډي په کرونا ویروس اخته موږکانو کي تر تطبیقیدو پنځه ورځي وروسته د هغوی د ویروس فشار ۲۵۰۰ فکټورونه راکم کړ.

شي اوس امیدواري لري، چي د دغه انتي باډی موادو څخه به اوس یوه»ډیره عالي تخصصي دوا« تولید کړي، کومه چي به بیا د کرونا پانډمي متوقفه کړي.

ساینس پوهان، چي خپل د تحقیقاتو دغه نتایج یې د (سیل- Cell)په نامه علمي مجله کي نشر کړی دي، امید لري، چي دغه دوا به د همدې عیسوي کال تر پایه پوري په اختیار کي ورکول سي او پدې دول سره په ژمي کي د کرونا د دوهمي احتمالي څپې تر شروع کیدو دمخه لا بازار ته راووزي. د شي په خبره د دغي دوا کلینیکي ازموینه د اماده کیدو په حال کي ده.

څنګه چي په دې منځ کي په چین کي لږ کسان په کرونا ویروس باندي اخته کیږي، نو پرمریضانو باندي دهغه د ټِست کولو په خاطر دغه دوا اسټرلیا او نورو هیوادونو ته استول سوې ده.

mq/bs (AFP)