1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

چک د سلواکیا سره سرحدي کنټرول یوې بلي میاشتي ته تمدید کړ

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د چک جمهوریت د سلواکیا سره خپل سرحدي کنټرول د یوې بلي میاشتي له پاره، یعني د جنورۍ تر ۲۵ پوري تمدید کړ.

https://p.dw.com/p/4LKVh
Flüchtlingscamp in Kuty an der Tschechisch-Slowakischen Grenze
انځور: Radovan Stoklasa/REUTERS

دا خبره داخله وزارت په پراګ کي نن پنجشنبه کړې ده. په خبره یې په غیرد هغه د کریسمس په ورځو شپو کي د غیر قانوني مهاجرو د راتیریدو سره مبارزه سختیږي. خو د معمول پر خلاف به په دغو شپو کي لږ پولیس، عسکر او ګمرکي مامورین وګمارل سي. 

داخله وزیر، ویت پاکوسان په پراګ کي وویل، چي د دغه سرحد څخه په دې وروستیو وختونو کي د غیر قانوني مهاجرینو په تعداد کي کموالی راغلی دی. په خبره يې«که څه هم په سرحدونو کي وضعیت ايډیال نه دی، خو دا ثابته ده چي په هغه کي په ښکاره ډول سره ښه والی راغلی دی».