1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چک جمهوریت: په هیلووین جشن کي ډیر کسان ټپيان سوي

۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبه

د چک د جمهوریت په یوه ډیسکو کي دهیلووین جشن (پارټي) د لمانځلو پر مهال پرون شپه (د اکتوبر میاشتي ۲۹ مه) حداقل اته کسان ټپيان سوي دي، چي پنځه یې سخت دي.

https://p.dw.com/p/4IqfL
Zombie Walk in Chile
انځور: Claudio Abarca Sandoval/IMAGO

لکه څنگه چي د ژغورونکې عملې یوه ویاند، چکي خبري آژانس، CTK ته ویلي دي، د دوو ځوانانو لا نن یکشنبه د ژوندي پاته کیدو چانس لږ ؤ. ټوله زخمي سوي کسان ځوانان او د ۱۵ څخه تر ۲۰ کلونو پوري عمرونه لري. 
د عیني شاهدانو په حواله د ډیسکو په زینو کي هغه وارخطايي رامنځته سوه، چي هغوی نور مخته نسوای تللای.. په همدې دلیل یو تعداد کسان تر پښو لاندي او زخمیان سول. ځینو عیني شاهدانو بیا د کشمکشونو څخه هم خبره کړې ده.
د پولیسو په حواله زینې د هغو ځوانانو څخه ډکي وې، کومو چي کوښښ کاوه د ډیسکو داخل ته ورننوزي. کله چي نور مخته نسوای تللای او فشار ډیریدی، نو یې په منځ کي وارخطايي رامنځته او ډیر کسان ټپيان سول.