1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

چين کې په زرګونو خلک په لابراتواري بکترياوو ککړ شوي

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

د چين له يوه دولتي لابراتوار څخه راوتلو بکترياوو د رسمي معلوماتو له مخې په زرګونو خلک ناروغه کړي دی.‌ دا له کرونا وروسته دويم ځل دی چې داسې يو مرض په چين کې راټوکيږي.

https://p.dw.com/p/3ik4l
Symbolbild Stammzellenforschung USA
انځور: Getty Images/S. Platt

د چين په شمال لويديځ لانژو ښار کې ۳۲۴۵ تنه د بروسېلوز په مرض اخته شوي دي.‌ دغه خبره روغتيايي‌ چارواکو کړې ده. په ۱۴۰۱ نورو کسانو کې لومړني تستونه هم مثبت ختلي دي. خو له يوه انسان څخه بل انسان ته د ناروغۍ د انتقالېدو له پاره لا کافي شواهد نه شته. دغه مرض د بروسېلا بکترياوو له خوا رامنځ ته کيږي چې علايم يې تبه او د بندونو او سر درد هم وي.

دغه ناروغي اکثرا له حيواناتو يا له حيواني توليداتو څخه انسانانو ته انتقاليږي. خو په دغه مورد کې يې عامل د چارواکو په خبره د فارمسۍ له يوه دولتي لابراتوار څخه راوتلی دی.

په دغه لابراتوار کې د حيواناتو واکسينونه توليديږي. د معلوماتو په حواله په ياد لابراتوار کې داسې تاريخ تېر ضد عفوني مواد استعمال شوي دي چې بتکرياوې يې په بشپړه توګه له منځه نه دي‌ وړي چې له کبله يې د اير کنديشن سيستم ته لاره موندلې ده. له دې لارې ډېر خلک په دغو بکترياو اخته شوي دي. دغه پېښه تېر کال رامنځ ته شوې ده، خو په اړه يې رپوټ ايله اوس ورکړل شوی دی.