1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين ـ د ويروس د قربانيانو شمېر لا مخ په زياتېدو دی

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

چين بشپړه ښارونه له نورو قطع کړي دي چي د کورونا ويروس د سرايت مخه ونيسي. خو په ويروس د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی.

https://p.dw.com/p/3WpOg
China Wuhan Hygienemaßnahmen wegen Coronavirus
انځور: picture-alliance/AP Photo

 په زیاته د ووهان د بانفوسي سيمي پر ځايي حکومت نيوکي ډيري دي. دا په داسي حال کي چي د کورونا ويروس مخ په زياتېدونکې توګه له ووهان څخه دباندي هم سرايت کوي.

د هغه باوجوده چي چين د ياد ويروس د راڅرګندېدو راهيسي سخت اقدامات کړي دي، په دغه ويروس د اخته کسانو او ورڅخه مړه کېدونکو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی. په ټول هيواد کي د کورونا ويروس له کبله د مړه سوو کسانو شمېر ۵۶ ته جګ سوی او بيري سته چي دغه شمېر به لا نور هم ښايي پسي جګ سي. د وژل سوو کسانو د شميرو په هکله معلومات د چين هيواد د روغتيا د ادارې له خوا ورکول سوي دي.

نژدې ۲۰۰۰ ناروغان

د يادي ادارې د معلوماتو پر اساس په چين کي په ټوليزه توګه ۱۹۷۵ کسان د کورونا په ويروس اخته سوي. دا په داسي حال کي چي تر مخه د ۱۴۰۰ کسانو د ناروغه کيدو خبره سوې وه. له چين څخه دباندي په نوره ټوله نړۍ کي په دغه ويروس د اخته کيدونکو شمېر ۳۰ ښودل کيږي. دغه ويروس اروپا ته هم لاره موندلې او دمګړی په فرانسه کي د درو داسې کسانو معلومات ورکول سوي چي په دغه ويروس اخته دي.

د چين ولسمشر شي جينپينګ د شنبې په ورځ په بيجينګ کي يوه بېړنۍ غونډه رابللې وه. په دغه غونډه کي پر دې ټينګار وسو چي د ګوند او حکومت پر ټولو سطحو بايد د دغه ويروس مخنيوی او پر ضد يې مبارزه لومړيتوب ولري. ويل سوي چي په ياده اضطراري غونډه کي پرېکړه سوې چي ګوند يوه کاري ډله ګومارلې چي د اقداماتو اسنجام وکړي. زياته سوې چي ډلې به و هوبای ولايت ته هم ولېږدولې سي چي هلته په سيمه کي کارونه تنظيم کړي.

د هوبای ولايت پلازمېنه او د مليونونو انسانانو نفوس لرونکی ښار ووهان تر ټولو زيات د کورونو ويروس څخه اغېزمن سوی دی. د اټکلونو له مخي څو اونۍ تر مخه په همدغه ښار کي د حيوانانو په بازار کي دغه ويروس له حيوانانو څخه انسانانو ته انتقال سوی ؤ. د دولتي رسنيو د خبر له مخي د دغه ښار پر ۲۴ روغتونو ږغ سوی دی چي د ناروغانو له پاره اضافي چپرکټونه برابر کړي.

د سرايت ستر ګواښ

په ووهان ښار کي د دوو لويو نوو روغتونونو د جوړولو کارونه پېل سوي دي چي د مريضانو له پاره به د ۲۳۰۰ بسترونو ظرفيت ولري. په پام کي نيول سوې چي لومړی روغتون به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۶مه نېټه) لومړي ناروغان بستر کړي او دويم روغتون به دوې ورځي وروسته کار پېل کړي. دا اندېښنې ډيري زياتي او جدي دي چي دغه ويروس په ډېره چټکه توګه پراخېدلای سي. د څېړنو له مخي هر هغه کس چي په دغه ويروس اخته سوی، د دوو او درو تر څنګ نورو انسانانو ته يې دغه ويروس انتقال کړی دی.

د چين له نورو برخو څخه ۱۶۰۰ ډاکټران او روغتياپال د ووهان ښار ته لېږدول سوي دي. په دې ترڅ کي ۱۴۰۰۰ ساتونکي ځانګړي جامې هم چمتو کړل سوي دي. د عامه ترانسپورت ټول ډولونه لکه الوتکه، سرويس، اورګاډي، مېترو او نور ټول درول سوي دي. د يکشنبې له ورځي څخه به د دغه ښار په لويو ناحيو کي د موټرو له پاره هم لاري بندي کړل سي.

۴۰ مليونه انسانان و قارنتېن ته ورته حالاتو کي

په عيني حال کي د چين په لسهاؤ ښارونه چي ټول نفوس يې ۴۰ مليونو ته رسيږي، له نوري نړۍ سره يې تماس او تګ راتګ قطع کړل سوی دی. دا د دې له پاره چي له دغو سيمو څخه نورو سيمو ته د ويروس د سرايت مخه ونيوله سي.

د چين د دولتي ورځپاڼي ګلوبل ټايمز مدير هو شي جين د دغه ويروس د خپرېدو په ترڅ کي پر چارواکو غير عادي سختي نيوکي کړي دي. د هغه په وينا په داسي يو پر مختللي  او زياتو امکاناتو لرونکي هيواد لکه چين کي چي هم پرمختللی روغتيايي معيار او هم د ټولنيز انسجام امکانات لري، «نه بايد چي دغه ويروس داسي سرايت کړی وای.»

هو شي جين په زياته د ووهان ښار پر چارواکو سختي نيوکي کړي دي او غوښتنه يې کړې ده چي د دغه ښار روغتيايي چارواکي بايد مسؤل ونيول سي. هغه زیاته کړې چي چارواکو د رسنيو په وړاندي محدوديتونه زياته کړي او په دې توګه يې د رسنيو له لاري د کنترول امکان کمزوره کړی. د هغه په وينا همدغه موضوع د دې لامل سوې چي ژورنالستان د دغه ويروس د لا خپرېدنې په تړاو د معلوماتو راټولولو په ترڅ کي د خنډونو سره مخامخ سوي.

dpa,rtr/awa/ns