1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چين د کرونا ضد دوه نور واکسينونه پر انسانانو آزموي

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د رسنيو د يوه رپوټ په حواله چين د کرونا ويرس پر ضد د دوو نورو واکسينونو پر انسانانو د آزمولو اجازه ورکړې ده. دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس پر ضد د واکسين موندلو هڅې رواني دي.

https://p.dw.com/p/3ar8t
Impfung COVID-19
انځور: picture-alliance/AP/T. Warren

د شينهوا خبري آژانس په حواله دغه واکسين په پيکنګ کې د « Sinovac Biotech» په نوم شرکت او د بيالوژيکي توليداتو انستيتوت له خوا کشف شوی دی چې په ووهان ښار کې د چين د درملو د دولتي شرکت يوه څانګه ده.

چين په مارچ مياشت کې د يوه بل واکسين چې تمه ئې کيږي ډير به موثر وي، د کلينکي آزموينو له پاره هم رضايت ښوولی وو. دغه واکسين د چين د پوځي اکادمۍ د بيالوژيکي تخنيک د «سان سينو بيو» په نامه شرکت کشف کړی وو.

د امريکا متحده ايالاتو د «مودرنا» په نوم شرکت هم په مارچ مياشت کې ويلي ول چې د يوه واکسين له پاره یې د يوه کانديد په آزمويلو پيل کړی دی.

بله خوا بيا د چين د روغتيا کميسيون د سه شنبې په ورځ د ۸۹ نويو پېښو د ثبتيدو خبر ورکړی دی. پرون، دوشنبه هم په دغه هيواد کې د کرونا ويروس ۱۰۸ نوې پېښې ثبت شوې وې. په دې نويو مثبتو پېښو کې ۸۶ هلته په سفر کوونکو کې موندل شوي دي.

د چين دولتي تلویزيون خبر ورکړی دی چې له بهر څخه د راغلو قضيو څخه یې ۷۹ په شمال ختیځ هالونګ جيانګ ايالت کې ثبت شوي دي. دغه ايالت په شمال او ختیځ کې له روسیې سره سرحد لري.

په چين کې دمګړۍ د تائيد شويو پېښو شمير ۸۲ زره ۲۴۹ دی او د دې وبا له کبله د مړو شويو شمير ۳۳۴۱ ته رسيږي. په چين کې د دوشنبې په ورځ د مړينې کومه پيښه نه وه ثبت شوې.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: