1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چين: د وژونکې ويروسي ناروغۍ تر ۱۳۰ ډېرې نوې پېښې ثبت شوي دي

۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبه

د چين روغتيایي چارواکو اعلان کړی چې د کرونا ويروس په ډيره چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی. د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې ويروس ښايي له يوې «حيواني سرچينې» څخه انسانانو ته انتقال شوی وي.

https://p.dw.com/p/3WSZu
China, Wuhan: Patienten mit SARS-ähnlichen Virus infiziert
انځور: Getty Images/AFP/STR

د چين ووهان ښار روغتيايي چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل چې د کرونا ويروس د يوه وژونکي ډول ۱۳۶ نوې پېښې رامنځته شوي دي.

همدا راز د پلازمينې پيکنگ او د گوانگ دونگ ايالت چارواکو هم په خپلو سيمو کې د نويو قضيو د رامنځته کیدو خبره کړې ده چې په دې توگه د ټولو تشخيص شويو مريضانو شمير تر ۲۰۰ زيات شوی دی. 

تر اوسه په دې ميکروبي ناروغۍ اخته شويو دريو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ميکروب د مخنيوي تگلاره

چينايي چارواکو تر هغه وروسته د دې ناروغۍ د مخنيوي هڅې ګړندۍ کړي چې په جاپان او تايلند کې یې هم پېښې وليدل شوې.

په امريکا متحده ايالاتو کې د سان فرانسسکو، نيويارک او لاس اينجلس په هوايي ډگرونو کې د دې مرض د خپريدو د مخ نيوي په موخه اضافي حفاظتي اقدامات پر لاره اچول شوي دي چې په هغه کې د تبې د اندازه کولو وسايال شامل دي.

Corona-Virus aus China auch in Japan nachgewiesen
جاپاني چارواکو هم د دې ويروس د مخنيوي هڅې کړندۍ کړي ديانځور: picture-alliance/dpa/Jiji Press/A. Yoshida

د پيکنگ چارواکي تمه لري چې د سارس ناروغۍ د بيرته راستنېدو مخه به ونیول شي. سارس چې همدې ميکروبي ناروغۍ ته ورته وه په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ ميلادی کالونو کې یې په ټوله نړۍ کې تر ۷۰۰ انسانان وژلي ول.

جاپاني چارواکو هم د دې ميکروب د مخنيوي له پاره اقدامات پېل کړي دي.

عملي اقدامات

د روغتيا نړيوال سازمان دا ويروس د کرونا ويروس د يوه ډول په توگه تشخيص کړی دی. دا د سږو يوه نامعلومه ناروغي ده. کرونا ويروس په عمومي توگه له يوه انسان څخه بل ته د ټوخي، پرنجي او په دې ميکروب د ککړ انسان د لمس کولو له لارې خپريږي. خو د عامې روغتيا چارواکي د دې ډول د سرچينې د پيژندلو په لټه کې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د يکشنبې په ورځ ويل شوي چې «ښايي د کرونا ويرس د دې نوي ډول لومړۍ سرچينه حيواني وي چې د ډېر نزدې ارتباط له لارې په محدوده توگه له انسان څخه انسان ته انتقاليږي.»

د ملگرو ملتونو نړيواله روغتيايي اداره سپارښتنه کوي چې له ځنگلي او يا په فارمونو کې د ساتل کیدونکو ژويو سره له تماسه بايد ډډه وشي او لاسونه په منظم ډول په صابون سره پرېمنځل شي.

bs/sr (AP, Reuters)

زموږ له آرشيف: