1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين: افغانستان کي د پوځي اډې جوړولو پلان نه لرو

۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبه

چين د چهارشنبې په ورځ د يوې ورځپاڼې هغه خبر رد کړ چي ګواکي په افغانستان کي د پوځي اډې جوړولو پلان لري. دغه خبر د هانګ کانګ يوې ورځپاڼي خپور کړی وو.

https://p.dw.com/p/33xGq
China Peking Militärparade
انځور: picture-alliance/ANN

د «ساوت چاينا مورننګ پوست» په نوم د هانګ کانګ يوې ورځپاڼي د چينايي پوځي سرچینو په حواله دغه خبر خپور کړی. د دغه خبر له مخي چين غواړي چي په افغانستان کي د افغان ځواکونو د روزنې په مقصد يوه داسي پوځي اډه جوړه کړي چي هلته ښايي چينايي عسکر هم واستول سي. خو بيجينګ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۹مه نېټه) ياد خبر رد کړ او ويې ويل چي دا ډول پلان نه لري.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چوينګ، په افغانستان کي د پوخي اډې د جوړولو د پلان راپور رد کړ: «د دغه راپور د ارزونې وروسته ويلی سو چي دا راپور ناسم دی.»

هغې زياته کړه: «له دې کبله چې د [ودانۍ] جوړونې روزنې او دغه بهیر شتون نه لري، نو دا رپوټ حقیقت نه لري. د دې سره تړلی هر شی رشتيا نه دی.»

هوا د چينايي عسکرو د لېږد خبره هم رد کړه. دغې وياندې د رويتر خبري آژانس هغه غوښتنه نه ده منلې چي پکښي ورڅخه پر دغه موضوع د تبصرې کولو هيله سوې وه.

دا لومړی ځل نه دی چي په افغانستان کي د چين د پوځي حضور درلودلو د موضوع په تړاو راپور خپريږي. خو دا ډول ټول راپورونه هميشه د چين له خوا رد سوي دي.

په جنورۍ مياشت کي د چين د دفاعي چارو وزارت يو ورته راپور رد کړی وو. بيجينګ په افغانستان کي د چينايي نظامي موټرو د ګزمې راپورونه هم رد کړي ول. چين د زيات وخت راهيسي اندېښنه لري چي داسي نه چي د افغانستان ناقرارۍ د چين مسلمان او اويغور مېشته سيمي شينجيانګ ته هم خپرې سي. په نژدې کلونو کي په ياده سيمه کي په سلونو انسانان وژل سوي چي د دغه وژنو تور پر اسلامستي اورپکو اچول کيږي.

چين د پاکستان او د امريکا د متحده ايالاتو سره په افغانستان کي د سولې له پاره ګډې هڅې کړي دي.

چين تېر کال د افريقا پر ښکر په چيبوتي کي خپله لومړۍ بهرنۍ پوځي اډه پرانسته. چين په تيرو وختونو کي پر دې ټينګار کړی چي د نورو بهرنيو پوځي اډو د جوړولو پلان نه لري. خو د امريکا متحده ايالات اټکل کوي چي چين غواړي له خپل هيواد څخه دباندي پوځي اډې جوړي کړي. متحده ايالات په زياته بيا فکر کوي چي ښايي چين په پاکستان کي يوه پوځي اډه پرانيزي.