چلسي، بارسیلونا ته ماته ورکړه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبهاعلان
د فټبال وتلي ډلې FC بارسيلونا و نه توانیده چې د اروپا د چمپينس ليګ پای لوبو ته راووځي. دا هسپانیاوي لوبډله و نه توانیده چې په خپل لوبغالي کې د چلسي لوبډلې ته ماته ورکړي. دغه لوبډلې د اروپا د چمپینس لیگ په نیمه پای لوبو کې سره لوبیدل. دا لوبه چې د سه شنبې په شپه تر سره شوه د ۲ د ۲ په مقابل کې پایلې سره پای ته ورسیده.
د اروپا د چمینس لیگ دویمه نیمه پای لوبه به د چهارشنبې په شپه د بايرن مونشن او ريال مادريد تر منځ تر سره سي.