1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

چاغښت د پاخه عمر کسانو ماغزه ۱۰ کاله زړوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د یوې نوي څیړني پر اساس د ټول بدن چاغښت او خصوصأ نس او خیټي غټیدل د پاخه عمر خلګو د مغز د ژر زړیدو سبب ګرځي. چاغښت ښايي د هیري او ډیمینس ناروغیو او همدارنګه شکري، د ویني فشار او نورو ناروغیو د رامنځته کیدو سبب هم وګرځي.

https://p.dw.com/p/3dUTc
Symbolbild - Diät
انځور: Colourbox

د نچرال نیوز د یوه رپوټ پر اساس د امریکا د میامي پوهنتون د طب د پوهنځۍ ساینس پوهانو ته، چي خپل د تحقیقاتو نتایج یې د «نیورولوژی» په مجله کي نشر کړي دي، ثابته سوې ده، چي د چاغښت د شاخص (BMI) او مغز د زړیدو ترمنځ ارتباط موجود دی.

د چاغښت شاخص د یوه شخص د قد او وزن ترمنځ تناسب ته ویل کیږي ، چي د بدن د غوړ د اندازې د محاسبه کولو د میتود پخاطر ورڅخه استفاده کیږي.

ساینس پوهانو د ۱۲۰۰ تنو د چاغښت پر شاخص باندي تر یوه شپږ کلن تحقیق وروسته اعلان وکړ، چي که د یوه شخص د چاغښت شاخص تر ۳۰ کیلو او د نس ضخامت او پنډوالی یې تر ۱۰۴ سانتي متره ډیر وي، د مغز د قشر د نازک والي د خطر او سپینو کرویاتو د لږیدو سبب یې ګرځي.

دا هم پداسي حال کي ده، چي د عمر په تیریدو سره د سپینو کرویاتو اندازه په طبیعي ډول سره راکمیږي، خو چاغښت دغي پروسې ته سرعت ورکوي. د دغو ساینسپوهانو په خبره چاغښت او د نس او خیټي غټیدل کیدلای سي د پاخه عمر کسانو ماغزه لس کاله زاړه او د هیري او ډیمینس ناروغیو د ډیرو سبب یې وګرځي.

له بلي خوا بیا د امریکا متحده ایالاتو د مریضیو د کنټرول او وقایې د مرکز (CDC) د اعلان پر اساس د شل کلنۍ او تر هغه لوړ تقریبأ ۷۲ فیصده امریکایان ډیر وزن لري او چاغ دي. دغه ارقام خبرداری ورکوي، چي هغه کسان چي تر خپل قد اضافه وزن لري او ډیر چاغ دي، د ویني د فشار، د شکري د مریضۍ دوهم ډول، د زړه ناروغي، مغزي سکته، د هډوکو التهاب، د اینې، پښتورګو، معدې او کیسه صفرأ د سرطان او همدارنګه ډیپریشن د رامنځته کیدو سبب یې ګرځي.

د چاغښت د شاخص مطابق که یو څوک تر خپل قد ۲۵ کیلو لږ وزن ولري، دا سالم توب ښيي، د ۲۵ څخه تر ۳۰ کیلو پوري د وزن اضافه توب او تر هغه لوړ د چاغښت علامه ده.

زموږ له آرشيف څخه: