«۱۰۰ طالب جنګیالي او ۲۰ امنیتي سرتیري سره تبادله کیږي»
۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبهیوه جګپوړي امنیتي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ به أفغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب زندانیان او په بدل کې یې طالبان ۲۰ تنه افغان امنیتي سرتیري آزاد کړي.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو دغه تبادله، د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي توافق په برخه کې د اعتماد جوړونې له پاره مهم ګڼل کيږي.
د امریکا او طالبانو د تړون پر اساس، د بین الافغاني خبرو تر پیلیدو مخکې باید افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ تنه زندانیان آزاد کړي او په بدل کې یې طالبان اړ دي چې د امنیتي سرتیرو ۱۰۰۰ تنه سرتیري له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې د دې ډلې ویاند د زندانیانو د آزادیدو د بهیر د تنظیم له پاره کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی وو.
دلته د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای سئ!