د لوګر په هوايي برید کې لس ملکیان ټپي شوي
۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبهد لوګر د ولایت مقام ویاند سلیم صالح وویل چې په لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ او د لوګر په مرکز پل علم کې دوه جلا پوځي عملیات روان ول. صالح وویل چې «موږ داسې خبرونه ترلاسه کړي چې ملکي کسان وژل شوي خو اوسمهال موږ د دې خبرې پخلی نه شو کولای او په دې هکله پلټنې روانې دي.»
سربیره پر دې سلیم صالح زیاته کړه چې اوس زه یوازې د دې پخلی کولای شم چې لس ملکي کسان ټپیان شوي او روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندان جنرال عصمت الله علیزی هم دغه هوايي برید تائیدوي. علي زی د مرګ ژوبلې په هکله وايي چې ملکي کسان او یاغیان په دې برید کې ټپیان شوي خو څرګنده یې کړه چې په دې هکله پلټنې روانې دي.
لوګر ولایت د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چیرته چې په دې وروستیو میاشتو کې طالب یاغیان ډیر فعاله شوي. په دې وروستیو کې طالبانو د دې ولایت په مختلفو برخو کې پر میشت امنیتي ځواکونو د سړک غاړې چاودنې، همغږې شوي ډله ایز بریدونه او د موټر چاودنې بریدونه ترسره کړي دي.
له افغانستان څخه په یوه بل رپوټ کې راغلي چې همدا نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په مشرقي ولایت ننګرهار کې د پارلمان د غړي حاجي قدیر په کور باندې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور بیا ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي افتخار مومند وویل چې د برید پرمهال حاجي قدیر په خپل کور کې وو او په دې برید کې کوم زیان ورته نه دی اوښتی.