1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: پر روغتون په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي

۱۴۰۰ آبان ۱۱, سه‌شنبه

په کابل کې نن پر یوه روغتون وسله وال برید کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. د طالبانو یوه چارواکي وويل، جګړه د ټولو بریدګرو په وژلو پای ته رسیدلې ده. هغه وویل چې پر روغتون نننۍ حمله پر یو ځانمرګي برید پيل شوې وه.

https://p.dw.com/p/42T92
Kabul, Afghanistan | Explosionen in der Nähe von Militärkrankenhaus
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

دغه خبره د افغانستان د عامې روغتيا وزارت یوه چارواکي وروسته له هغه د فرانسې خبري آژانس ته وکړه چې طالبانو په کابل کې د دوو چاودونو پخلی وکړ او عیني شاهدانو بیا وویل چې تر چاودونو وروسته وسله واله نښته رامنځ ته شوه.

 يوه روغتيايي چارواکي د خپل نوم په نه ښودلو سره د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «۱۹ جسدونه او شاوخوا ۵۰ ټپیان د کابل روغتونونو ته انتقال شوي دي.»

 تر دې مخکې په ورکړل شوو رپوټونو کې ويل شوي ول چې دوې چاودنې د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستريز روغتون په دروازه کې وشوې چې تر هغه وروسته د داعش ډلې څو تنه وسله وال روغتون ته داخل شول او هلته د میشتو امنتيي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.

په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون په ۲۰۱۷م کال کې هم وسله وال بريد شوی وو چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.

د طالبانو یوه چارواکي ویلي دي چې د کابل نننی برید د يو ځانمرګي بریدګر او یو شمیر وسله والو لخوا شوی دی. یاد کس چې خپل نوم يې نه دی ښودل د فرانسې خبري آژانس وويل: «دغه برید د یوه ځانمرګي بریدګر چې پر موټرسایکل سپور وو د روغتون په دروازه کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو په چوولو سره پيل شو.» هغه زیاته کړې چې جګړه پای ته رسيدلې او بریدګر ټول وژل شوي دي.