1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي:‌ پر امنیتي پوسته د طالبانو برید شپږ سرتیري وژلي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د حکومت چارواکي وايي چې په لغمان ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې باندې د طالبانو په برید کې شپږ تنه سرتیري وژل شوي دي او پنځه تنه نور بیا ټپیان دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3c1LV
Mehr als 30 Tote bei Anschlägen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۱مه نیټه) د افغانستان د حکومت چارواکو وویل چې وسلوالو طالبانو په لغمان ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې په پایله کې یې شپږ تنه سرتیري وژل شوي دي او پنځه تنه نور بیا ټپیان دي. وسلوالو طالبانو د یکشنبې د شپې پرمهال د دغه برید مسوولیت منلی دی.

دغه برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې تر مخه د افغانستان د سولې پروسې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له جګپوړو استازو سره ملاقات درلود چې پکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پیښو د کمښت پر اړتیا ټینګار شوی وو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په لغمان ولایت کې د دغه برید په هکله په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ځواکونو د طالبانو جنګیالي په شا تمبولي دي او د ځانګړو شمیرو له وړاندې کولو پرته زیاتوي چې په دې برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره ملاقات هم درلود چې پکې د تاوتریخوالي د پیښو پر کمښت او اوربند هم ټینګار شوی وو. خلیلزاد تر دغه ملاقات وروسته د افغان سولې په سر د لا ډیرو خبرو په موخه اسلام آباد او نوي ډهلي ته هم سفرونه درلودل.

آژانسونه/ا.خ.ح./ا.و.ا.