1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

چارواکي: ځواکونو کندز ښار د طالبانو له شتونه تصفیه کړی

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

په کندز کې ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د کندز ښار د طالبانو له موجودیت څخه پاک کړی دی. بل لوري ته د بغلان ځايي چارواکي بیا د دې ولایت پر مرکز باندې د طالبانو د برید خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/3OpDx
Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Kakar

وسله والو طالبانو د شنبې په شپه د تاجکستان پولې ته څیرمه له ستراتیژیک اړخه پر مهم کندز ولایت باندې له څو اړخونو ډله ایز برید پیل کړی. د امریکايي ځواکونو د هوايي ملاتړ ترڅنګ امنیتي ځواکونه له سخت مقاومت سره مخ شول چې په پایله کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر، د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي اړ شول څو دغه شمالي ولایت ته سفر وکړي.

نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر په لومړۍ نیټه) د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د کندز ښار د طالبانو له شتون څخه پاک شوی دی. رحیمي وویل: «د کندز ښار تصفیه شوی او طالبان له نیول شوو سیمو څخه بیرته په شا تمبول شوي دي.» ‌هغه زیاتوي چې د ښار وضعیت بیرته نورمال شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت همداراز وايي چې پر کندز ښار باندې د طالبانو د برید په پایله کې د ۲۰ امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او د ملکیانو او امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۸۵ تنه نور بیا ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندز ښار کې ملکيانو او امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي دي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندز ښار کې ملکيانو او امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي دي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Reuters

بل لوري ته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو د وزارت ادعا ردوي او زیاتوي چې د دوی جنګیالي لا هم په نیول شوو سیمو کې موجود دي. نوموړي خبریالانو ته ویلي: «د دښمن هغه ادعا چې ګواکې مجاهدین له ښاره ایستل شوي، حقیقت نه لري.»

پر کندز ښار باندې د طالبانو دغه برید داسې مهال کیږي چې همدا اوس د طالبانو استازي د قطر په پلازمینه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د افغانستان د جګړې د پای له پاره په مذاکراتو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندز ښار کې ملکيانو او امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي دي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې کندز ښار کې ملکيانو او امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي دي. انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Reuters/Afghan Interior Ministry

د یکشنبې په سهار، د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې دواړه لوري توافق ته د رسیدو له پاره نیږدې شوي دي. خلیلزاد د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ د یوه توافق په درشل کې یو چې په پایله کې به یې تاوتریخوالی کم او د باعزته او دوامدارې سولې له پاره به د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې له پاره دروازې پرانیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې طالب جنګالیو پر کندز ولایت داسې ورته برید کړی وو چې په پایله کې یې د لنډې مودې له پاره د کندز ښار په خپله ولکه کې راوست او د امریکا د هوايي ملاتړ په پایله کې دوی بیرته د کندز له ښاره وشړل شول. د هغه واخت راهیسې طالبانو څو ځله د کندز د نیولو هڅه کړې خو تر اوسه پورې د کندز ښار پر بشپړ نیولو نه دي توانیدلي.