1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: کوچنیان تر څو اونيو دکرونا ويروس خپرولای سي؟

۱۳۹۹ شهریور ۸, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو کي نوې پلټني ښیی چي په کم سنانوکي بېله علايمو د ښودلو د کرونا د ویروس د پاته کیدو او د لا خپرېدو امکان زیات دی. دا به پر مکاتبو او وړکتونونو څه اثر ولري؟

https://p.dw.com/p/3hj5e
Coronavirus - Wiederaufnahme des Schulbetriebs NRW
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

په داسي حال کی چي مخ په زیاتیدونکي ډول هیوادونه کرار کرار خپل ښوونځي او وړکتونونه بیرته پرانیزي ، د کرونا د پاندیمي پر وخت د کوچنیانو د نقش په هکله د پلټنو ناآرامه کوونکي پايلي خپری سوي. دغه پلټني به په مکتبونو او وړکتونونو کي د ویروس د انتقال په هکله بحثونه لاپسي تاوده کړي.

په واشنگټن کي د کوچنیانو د روغتون ډاکټرانو دا وموندله چي په ویروس اخته سوي کوچنیان پرته له کووید ۱۹ ناروغي له علایمو په اونیو اونیو د سارس کووید ۲ ویروس خپرولای سي. څرنگه چي هغوی ډیر کم او یا هم هیڅ ډول علایم له ځانه نه ښيي نو کیدای سي خپل شاوخوا کسان په دغه ویروس اخته کړي.

مخکی له دې د بوستون پلټونکو ثابته کړې وه چی کوچنیان او تنکي ځوانان په حیرانوونکي ډول په خپل بدن کي ویروسونه ذخیره کولای سي.

آیا پرته له علایمو له ښودلو څخه هم کوچنیان د څو اونیو له پاره ویروس انتقالولای سي؟

د «جاما پېدرياتيکس» له خوا د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۸مه نېټه د يوې پلټنې راپور آنلاين خپور کړل سو. د دغې پلټنې له پاره دوو ښځینه ډاکټرانو، روبرتا اِل دي بیاسي او میگان دیلانای د ۹۱ کوچنیانو ارقام ارزیابي کړي دي څوک چي د جنوبي کوریا په ۲۲ روغتونونو کي کتل سوي ول. دي بیاسي وویل چي د امریکا د روغتیایی سیستم برعکس هغه کسان چی په جنوبي کوریا کي یې د کووید۱۹ د ناروغي تِست مثبت وو ، په روغتون کی به تر بشپړ جوړیدو پوري پاته کیدل ، حتی که هغوی له ځانه نور علایم هم نه ښودل.

آیاپه کوچنیو ماشومانو کي د ویروس خطر ډیر دی؟

د بوستون پلټونکو په تیره بیا په کوچنیو ماشومانو کي د ویروس حیرانوونکی زيات موجودیت کشف کړ. په دغه پلټنه کي د ۴۹ هغو کوچنیانو او تنکي ځوانانو د پزي او ستوني افرازات معاینه سوي ول چي عُمرونه یې تر ۲۱ کلنۍ کم ول. ددغو پلټنو له مخي د بالغو کسانو په پرتله چی په عاجلو بسترونو کی تر درملني لاندي ول ، د هغوی د پزي او ستوني په افرازاتو کي د کووید ۱۹ ناروغي ډیر ویروس ثابت سوی دی.

Coronavirus | Deutschland | Rodenbach Schülerin mit Maske
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

آیا کوچنیان د کرونا د پانديمي اصلي انتقالوونکي دي؟

د کرونا د پاندیمي له پیل راهیسي د کوچنیانو او تنکي ځوانانو د نقش په هکله ځینی وخت تاوده بحثونه روان ول. یوه خبره واضح ده چي کوچنیان او تنکي ځوانان هم نورو انسانانو ته ویروس انتقالولای سي. خو اوس دا هم معلومه سوې چي ویروسي ناروغۍ په کوچنیانو او تنکي ځوانانو کي هیڅ او یا هم ډیر لږ علایم ښکاره کوي. همدارنگه که څه هم دا خبره له نظره غورځول کیږي خو واضح ده چی هغوی هم کیدای سي د کووید ۱۹ ناروغي څخه مړه سي او یا هم د ډیر وخت له پاره یې له عواقبو څخه وزوریږي.

دا خبره به د مکتبونو او وړکتونونو له پاره په څه معنی وي؟

د دوبي د رخصتیو په پای ته رسیدو سره په ډیرو هيوادو د هغې جملې په آلمان کي هم د سارس کوید ۲ د ویروس نوي پیښي ډیری سوي دي. خو بیا هم مکتبونه ، وړکتونونه او نور تعلیمی مرکزونه پرانیستل سوي. دا کار نه یوازي ددې له پاره سوی چی د وظیفه لرونکو میندو او پلرونو بار راکم سي بلکی تر ټولو د مخه د کوچنیانو په گټه هم تمام سي.

د ماسکونو تړل ، ټولنیز واټن مراعاتول ، نظافت او منظم درسي گروپونه به ددغه ویروس د انتقال خطر راکم کړي.

ددې له پاره چي دغه ویروس ډیر ژر وپیژندل سي تر څو د وړکتونونو او مکتبونو د بیرته تړلو څخه مخنیوی وسي، نو باید په ویروس اخته کوچنیان او تنکي ځوانان منزوي سي ، او که حتی هغوی له ځانه ډیر لږ علایم هم وښيي.