1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: کرونا ويروس کيدای سي د خبرو له لاري بل ته انتقال سي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

يوه نوې څېړنه ښيي چي امکان لري کرونا ويروس د خبرو له لاري یو او بل ته انتقال سي. په دې سره نو شايد هغه علمي توصيه چي خلک بايد ماسک واغوندي نوره هم پياوړې سي.

https://p.dw.com/p/3cHcF
Grippeviren Tröpfcheninfektion
ارشیف انځورانځور: Novartis Vaccines

د امريکا متحده ايالاتو د ساينسي علومو اکاډمۍ په علمي مجله کي چاپ سوي نوي څېړني له مخي په يوه بنده خونه کي د خبرو پرمهال له خولې څخه راوتونکي ميکروڅاڅي تر لسو دقيقو زيات په هوا کي پاتيدای سي.

د امريکا متحده ايالاتو د شکري، هاضمې او پښتورگو ناروغيو د څېړني انستيتيوت (NIDDK) په څېړنه کي په يوه بنده خونه کي يو سړی ۲۵ ثانیې درول سوی څو دغه جمله«صحت منده اوسئ» څو واري تکرار کړي.

په دغه خونه کي بيا يو ځای پر ځای سوی ليزر د دغه سړي له خولې څخه راوتلي ميکروڅاڅکي په څرگند توگه ښيي چي حتی شمېرل کيدلای هم سي. په اوسط ډول دغه څاڅکي ۱۲ دقيقې په هوا کي پاته ول.

د خولې په لعاب کي د کرونا ويروس پيژندل سوي غلظت ته په کتو سره ساينس پوهان په دې نظر دي چي په لوړ آواز خبرو پر مهال په هره دقيقه کي تر زرو زيات په کرونا ويروس لړلي ميکروڅاڅکي له خولي څخه توليديدای سي چي په يوه بنده خونه کي تر ۸ يا تر هغه زياتو دقيقو پوري په هوا کي پاتيږي.

د دغو څيړونکو د روان کال په اپريل مياشت کي د يوې څېړني نتيجه داو وه چي د کرارو خبرو پرمهال له خولې څخه لږ څاڅکي توليديږي.

که د خبرو پرمهال د عفونت خطر تائيد سي، نو کيدای سي چي د ويروس د چټکي پراختيا لامل روښانه سي او په عيني حال کي به د هغو هيوادونو چي خپلو وگړو ته ئې د ماسک اغوستلو لارښوونه کړې ده، توصيه به ئې علمي بڼه غوره کړي.

زموږ له آرشیف څخه: