څیړنه: د پلي تگ پر مهال ژاولي ژوول وزن کموي
۱۳۹۷ خرداد ۸, سهشنبهجاپاني څيړونکو موندلي ده چې د ۲۱ تر ۶۹ کالو عمر لرونکو ۴۶ کسانو د زړه حرکت هغه مهال نور هم زيات شو کله چې دوی ته په آزاده فضا کې د پياده گرځيدو پر مهال ژاولي ورکړل شوې.
د ساينس پوهانو دغه ډلې په ويانا کې د «چاغښت په اړه» د اروپا کنگري ته په وړاندي کړي رپوټ کې ويلي دي چې په داسې حال کې چې د ژوولو پروسې په ترڅ کې د ښځو او نارينه وو او همدا راز د هر عمر په خلکو کې ډير څرگند تغير وليدل شو، خو تر څلويښت کلنۍ پورته نارينه وو کې یې اغيز ډير زيات وو.
څيړونکو زياته کړې ده: «د ورزش او سپورت پر وخت د ژاولو ژوول ښايي د وزن په کمولو کې ډيره مرسته وکړي. په تيره بيا په جاپان غوندي هيوادونو کې چې پلي تگ ډير کيږي.»
مخکنيو څيړنو ښوولې وه چې د ژاولو ژوول د آرام کښيناستو پر وخت هم د زړه ضربان زياتوي او د انرژۍ د مصرفيدو سبب کيږي.
د دې تازه څيړنې مسئولان وايي چې همدا لامل شو چې د پلي تگ پر مهال مو د ژاولو ژوولو په اړه څيړنې پيل کړې.
په څيړنه کې شاملو رضاکارانو دوه واري ۱۵ دقيقې پلی مزل وکړ. په يوه دوره کې دوی ته دوې ژاولي ورکړل شوي دي چې درې کيلو کالوري يې درلودل. په دويم ځل دوی ته د پرتله کولو له پاره هماغه مواد چې په ژاولو کې شامل ول د پودر په شکل کې ورکړل شول.
ډاکترانو بيا د دې کسانو د زړه ضربان د ناستې او بيا د پلي تگ پر مهال معاينه کړل. همدا راز هغه واټن چې دوی په آزاده فضا کې وهلې وو، اندازه شو او د دوی قدمونه وشميرل شول. د دې ټولو پايله دا وه چې په څيړنه کې برخه اخيستونکو هغو نارينه وو چې ژاولي یې ژوولې د زړه د ضربان اندازه په «څرگند ډول» لوړ وه.
زياته شوې ده چې تر څلوېښت کلنۍ پورته نارينه وو کې د ژاولو ژوول د دې سبب کيږي چې دوی تيز مزل وکړي او په دې توگه زياتي انرژۍ مصرفيږي.
د چاغښت ستونزه نن سبا د نړۍ په ټولو برخو کې ليدل کيږي. دا د زړه د ناروغيو، فلج کيدو، په شکرې د اخته کيدو او د سرطان د ځينو ډولو سبب هم گرځي.
AFP (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: