1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څيړنه: د کرونا په میلیونونو پیښې لا هم نه دي تشخیص شوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

د آلمان د یوه پوهنتون څیړونکو ویلي دي چې په نړۍ کې په اوسط ډول د کرونا ویروس یوازې ۶ فیصده پیښې تشخیص شوي دي. د دغو کسانو څیړنو موندلې ده چې اوس په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو حقیقي شمیر تر سلهاوو میلیونو ډیر دی.

https://p.dw.com/p/3agdH
Spanien Madrid | Coronavirus | Medizinisches Personal, Schutzausrüstung
انځور: Reuters/S. Perez

د آلمان د یوه پوهنتون څیړونکو ادعا کړې ده چې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر د روغتیايي ادارو د رسمي شمیرو په پرتله ښايي په بې ساري توګه لوړ وي. د آلمان د ګوتینګن له پوهنتون څخه کریستین بومر او سیباستیان فولمر په دې وروستیو کې د لانسیت د ساري ناروغیو په میاشتني ژورنال کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو په هکله خپره شوې څیړنه ارزولې ده.

یادو دواړو څیړونکو تر ارزونو وروسته موندلې ده چې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر رسمي شمیرو څو برابره لوړ دی.

یادو دواړو څیړونکو په خپل دغه ګډ کار کې د کرونا ویروس له کبله را منځ ته شو مړینو او همدا راز په دې ساري ناروغۍ د اخته کیدو د پیل نیټې نه تر مرګ پورې وخت څیړلی دی څو د حکومتونو له لوري د رسمي شمیرو کیفیت و ارزوي.

د دغو دواړو آلماني څیړونکو په حواله، معلومات ښيي چې هیوادونو په اوسط ډول د کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې څخه یوازې شپږ سلنه یې موندلي دي. دوی ادعا کوي چې همدا اوس ښايي په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو حقیقي شمیر تر لسهاوو میلیونو اوښتی وي.

Coronavirus Pakistan
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د ګوټینګن په پوهنتون کې د پرمختیايي اقتصاد پروفیسور فولمر په دې هکله وویل: «دغه پایلې ښيي چې حکومتونه او پاليسي جوړونکي اړ دي چې د پلان جوړونې له پاره د دغو شمیرو د کارونې په برخه کې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.»

نوموړي آلماني پروفیسور همدا راز زیاته کړې چې په مختلفو هیوادونو کې [د کرونا ویروس] د تشخیص په موخه د ترسره شویو معایناتو یا ټیسټونو شمیر او کیفیت په دې معنی دی چې د پیښو رسمي ثبت شوي ارقام تر ډیره له معلوماتو خالي دي او مفید معلومات نه شي وړاندې کولي.»

د کرونا ویرس میلیونونه پیښې

بومر او فولمر په دې څیړنه کې وړاندوینه کړې چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نیټه، په آلمان کې باید د کرونا ویروس ۴۶۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوې وای. د همدې میتود پرمټ دوی په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس تر ۱۰ میلیونو ډیرو مثبتو پیښو محاسبه کړې.

دوی وايي چې د همدې میتود پر اساس په هسپانیا کې ۵ میلیونه، په ایټالیا کې ۳ میلیونه او په بریتانیا کې باید د کرونا ویروس شاوخوا ۲ میلیونه پیښې ثبت شوې وای.

په همدې ورځ چې یادو دواړو څیړونکو خپلې ارزونې خپرولې، جانز هاپکنز پوهنتون بیا په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د ۹۰۰ زره رسمي تشخیص شویو پیښو په هکله رپوټ خپور کړی دی. څیړنه په دې هکله وايي چې په داسې حال کې چې جانز هاپکنز پوهنتون په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له یو میلیون څخه د لږ پیښو رپوټ ورکوي، موږ وړاندوینه کوو چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر به په لسونو میليونه وي.

Coronavirus in Russland Testlabor
انځور: Imago Images/Tass/Y. Aleyev

د دغو څیړونکو په حواله، نامناسب او د ټسټونو ناوخته ترسره کیدل ښايي د دې کار یو اصلي دلیل وي چې له کبله یې د ایټالیا او هسپانیا په څیر یو شمیر اروپايي هیوادونه د کرونا ویروس ډیر قربانیان ورکوي.

یادو څیړونکو په دې برخه کې پر هیوادونو باندې د کرونا ویروس د لا ښه تشخیص د وړتیاوو د لوړولو غږ کړی. دوی همدا راز غوښتنه کړې چې هیوادونه دې په کرونا ویروس د اخته کسانو د تجرید او له نورو کسانو سره د دوی د تماس په برخه کې هم لا ډیر اقدامات عملي کړي.

یاد آلماني څیړونکي خبرداری ورکوي چې که چیرته هیوادونه په دغه کار کې پاته راشي، ښايي دغه ویروس د یوې اوږدې مودې له پاره همداسې پټ پاتې شي او زیاتوي چې په دې صورت کې په لنډ وخت کې به د کرونا ویروس د بیا ډیر خپریدو شاهد اوسو.