1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څوک د گازو د ډبو له حادثو څنگه ځان ژغورلای سي؟

۱۴۰۱ فروردین ۷, یکشنبه

زيات وختونه د ګازو د ډبو سره حادثې هم رامنځته کيږي چي د زياتي مرګ ژوبلي لامل ګرځي. دا چي څوک بايد د ګازو د ډبې د استعمال پر وخت کوم احتياطي تدابير په پام کي ولري، دلته يې ولولئ:

https://p.dw.com/p/495nA
Baustelle Flughafen Berlin Brandenburg
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture-alliance

حاجي سردار د کوټي په سول هسپتال کي تر درملنې لاندي دی. د کندهار دغه اوسېدونکی وايي چي د ګاز د ډبې د ليک کېدو له کبله يې په پخلنځي کي اور ولګېد چي له کبله يې دی وسوځېدی. هغه له دویچه ویله آلمان غږ سره په خبرو کې د پیښې په تړاو وايي:

«راته وويل سول چي په اشپزخانه کي د ګاز بوی دی. زه ورغلم چي وګورم چي څه خبره ده. زما يو خپل چي له کوټي راغلی ؤ، په سمدلاسه توګه يې د اشپزخانې د کړکيو په خلاصولو پېل وکړ. ما ورلګيت راواخيست چي د ګاز پر ډبه د ليک ځای معلوم کړم، خو په دغه وخت کي د مېلمه ږغ راغلی چي ويل پام چي اورلګيت ونه وهې. خو له بده مرغه ډېر ناوخته ؤ او ما خاشه لګولې وه، او ټوله اشپزه خانه کي ستره لمبه وګرځېده.»

سردار آغا وايي چي خوشقسمته دی چي په اشپزخانه کي يې واړه لمسيان يا مېرمني نه وې بلکه صرف دی وسوځېد. هغه وايي چي د ژوند تر پای پوري به يې ځان ته دا تېروتنه نه وای بخښلې که يې له کبله د کور بل کوم څوک هم زخمي سوی وای. د کندهار د دغه اوسېدونکي په فکر که يې مېلمه تر مخه لا د اشپزخانې کړکۍ نه وای خلاصي کړي نو به په اشپزخانه کي لا زيات ګاز لا موجود وای او ښايي لا لويه حادثه رامنځته سوې وای.

حاجي سردار د ګازو د ډبې سره تړلو حادثو يوازنی قرباني نه دی، بلکه په افغانستان کي هر کال زيات شمير دا ډول حادثې کيږي او تر ډیره پورې د ژمي په سړا هوا کې بیا دغه راز پیښې لا ډیر رامنځ ته کیږي. د مثال په توګه د روان عيسوي کال د جنورۍ مياشتي په پېل کي د کندهار د يو ښوونځي دباندي د پوله خرڅوونکي په رېړۍ کي د ګازو د ډبې د چادولو له کبله ۹ شاګردان ووژول سول. د نورو هيوادونو په پرتله په افغانستان کي د ګازو سره رامنځته کېدونکو حادثو شميرې په کوم مرکزي ځای کي نه ثبتيږي. له دې کبله په دقيقه توګه د دا ډول حادثو شمير معلوم نه دی، خو اټکل کيږي چي ډېر زيات به وي.

بې احتياطي او زوړ تخنيک

کارپوهان په دې آند دي چي په افغانستان کي هم د ګاونډي هيوادونو هند او پاکستان په شان د ګاز د حادثو تر ټولو لوی لامل بې احتياطي او د ګاز د ډبو او ورسره مل سامان آلاتو ناکافي تخنيکي مراقبت او د هغوی زړوالی دی.

دا چي څوک څنګه د ګازو د ډبو له ممکنه حوادثو څخه څنګه ځان ژغورلای سي، په هکله يې کارپوهان پر مهمو احتياطي تدابيرو سره همږغي دي.

د ګازو ډبه بايد جوړه او بايد په آزاده فضا کي پرته وي

د لومړي احتياطي ګام په توګه دا وړانديز کيږي چي د ګازو ډبه بايد په آزاده فضا او د بېلګي په توګه له بندو کوټو يا پخلنځايونو څخه دباندي پرته وي. په دې ټوګه سره نو که د ګاز په ډبه کي کومه تخنيکي ستونزه رامنځته کيږي او ګاز ورڅخه خارجيږي، نو به يې ممکنه زيان ځکه کم وي، ولي چي په آزاده فضا کي به وي او ګاز به پر يو ځای نه سره راغونډيږي. د دې تر څنګ بايد د ګاز ډبه په تخنيکي توګه کتل سوې او بېله کوم عيب څخه وي. کومه ډبه چي ډېره زړه وي، يا د مسلکي کس له خوا په سمه کنټرول سوې نه وي، هغه بايد ونه کارول سي. د دې تر څنګ د ګاز د استعمال نور ټول وسايل بايد هميشه وکتل او کنټرول سي چي عيب ونلري. په زیاتره مواردو کې د ګازو د انتقال له پاره پلاستیکي پایپونه هم کارول کیږي او لازمه ده چې وخت نا وخت د دغو پیپونو چیک او کنترول هم وشي.

د اور وژلو وسايل بايد موجود وي

په هر هغه ځای کي چيري چي ګاز استعماليږي، نو د سپارښتني وړ ده چي هلته بايد هميشه د اور وژلو وسايل موجود واوسي. په دې کي د اور ژولو ځانګړي سلنډرونه او د اور نه اخيستونکي ټکران او شړۍ هم شاملي دي.

د ګاز د استعمال ځای بايد هواداره وي

کارپوهان بل دا وړانديز کوي چي په کوم ځای کي چي ګاز استعماليږي، لکه پخلنځی، نو هغه بايد هواداره ځای وي چي پکښي په آسانه د هوا تګ راتګ ممکن وي. دا به د دې مخه نيسي چي د تخنيکي ستونزي په صورت کي په بنده کوټه يا پخلنځي کي ګاز سره يوځای نسي.

د ګازو ډبه بايد له نغري او نورو ګرمو ځايونو ليري وي

دا چي زيات وختونه د ګرمۍ او لمبې له کبله د ګاز د ډبو د چاودونو پيښي رامنځته کيږي، نو بايد د دې مخه ونيوله سي چي د ګازو ډبه ډېره ګرمه سي. په دې ترڅ کي بايد چي دغه ډبه د پخلي ځای ته نژدې نه وي پرته چيري چي د سون له کبله تودوښه زياته وي. د دې تر څنګ د ګاز د ډبې د ليک معلومولو لپاره که هغه په اوبو کي اچول کيږي، نو بايد چي هغه اوبه ګرمي نه وي. د دې تر څنګ بايد د امکان تر حده په هغه پخلنځي کي چي پکښي ګاز استعماليږي، ژر اور اخيستونکی څيزونه بايد نه وي پراته، لکه پلاسټيک، پلاسټيکي لوښي، کاغذ، سون توکي او دې ورته نور څيزونه.

د بوی احساسولو په صورت کي

که په يو ځای کي د ګازو بوی وي، نو په هيڅ صورت اورلګيت يا ورته لمبه يا بڅرکه کوونکی څيز بايد ونه کارول سي. د اليکترونيکي آلاتو له لګولو څخه هم بايد ډه ډه وسي، ولي چي ممکنه بڅرکه يې چاودنه رامنځته کولای سي. په هيڅ صورت د ګاز د خارجېدو د ځای معلومولو لپاره له لمبې يا لايټر څخه کار وانخيستل سي. د بوی په صورت کي بايد په سمدلاسه توګه د اړونده کوټۍ  يا پخلنځي کړکۍ خلاصي کړل سي چي ګاز دباندي ووتلای سي او د هوا جریان باید پکې راپیدا کړل شي. په سمدلاسه توګه بايد د ګاز اصلي نوله هم بنده کړل سي چي نور ګاز خارج نسي.

د کور ټول غړي بايد پوهاوی ولري

زيات وختونه د ګاز د ډبو په حوادثو کي بشري تېروتني لوی لامل وي. له دې کبله دا ډېره مهمه ده چي ټول هغه کسان چي له ګاز څخه کار اخلي، پخلی کوي يا په پخلنځي يا اړونده کوټو کي اوسيږي، هغوی ته بايد خامخا پوهاوی ورکول سي چي هغوی بايد د ګاز سره څنګه چلند وکړي، د ګاز ډبه يا ورسره مل وسايل څنګه استعمال کړي او د خطر په صورت کي بايد څنګه عمل وکړي. د کور ټول غړي بايد په دې خبر او تر مخه پوه وي چي که اور بل سي نو بايد څه وکړي، د چا سره تماس ونيسي او د ممکنه سوځل سوي ژوبلو سره څه ډول لومړی طبي مراقبت وکړي.

حاجي سردار وايي چي د دويمه درجې سوځل سوی او اميد لري چي جوړ به سي. هغه وايي چي د ده په کور کي د پيښي څخه زيات وخت لا نه دی پيښ سوی چي د مخامخ ګاونډي په کور کي يې هم ورته پېښه رامنځته سوې ده. هغه وايي چي کاشکي د ګاز د ډبو له استعمال مخکي دا مکلفيت موجود وای چي استعمالوونکی يې په کارېدنه هم پوه وي.