1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

څرنگه د اضطراب او انديښنو مخه نيولی شو؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

ډېر فکر کول او تر حد زيات انديښنه د خفگان او ناآرامۍ سبب گرځي او که پام ورته و نه شي نو له کبله یې بيره او يا ژور خفگان رامنځته کيدلی شي. پر خپلو افکارو غلبه موندل د احساساتو د بيرته آراميدو کيلي ده.

https://p.dw.com/p/3giUX
Symbolbild Depressionen
انځور: Imago Images/M. Eichhammer

زموږ هر يو کله نا کله د خپل ژوند او د موجودو انتخابونو په اړه فکر کوي. خو ځيني خلک بيا د فکرونو دغه څرخ نه شي درولی او فکرونه او سوچونه پرې غالب کيږي. دا داخلي مونولوگ دوې برخې لري: ډېر فکر او انديښنه کول.

ډېر فکر کول

د ييل پوهنتون د ارواپوهني د فقيدې استادې سوزن نولن هيکزيما په حواله انسانان تل د يوې ستونزې په اړه په تکراري فکر کولو سره دغه موضوع پر خپلو مغزو غالبه کوي او په تکراري ډول د يوه پخواني حالت پر بېلا بېلو اړخونو فکر کوي.

په دې کې پښيماني، له ځانه کرکه او د ځان گرم گڼل شامل دي. د يوې موضوع په اړه تکراري فکر کولو ته « Rumination» ويل کيږي او همدا د ژور خفگان، بیرې او د اشتها د اختلا باعث کيږي.

دا ډول تمايل لرونکي خلک د مثال په توگه چې کله یې له ملگري يا ملگرې سره خفگان راشي، د خپل دغه تعلق هره زاويه تجزيه کوي. دوی اکثره وخت د دې له پاره خپل ځان گرم بولي. دوی عموماً دغه فکرونه کوي:

 

  • ما بايد لا ډېر صبر کړی وای او ډېره مرسته مې کړې وای.

  • ما مې د ژوند تر ټولو بهترين ملگری بايلود.

  • هیڅوک به بيا له ما سره مينه ونه کړي.

انديښنه کول

انديښنه کول د راتلونکي په اړه وړاندوينه کول دي. په دې کې د هغه څه په اړه منفي فکرونه شامل دي چې ښايي وشي او يا هم ونه شي.

 

  • هغوی به ما د کاري مرکې پر وخت خوښ نه کړي او کار به ترلاسه نه کړم.

  • د کارفرمايانو له خوا راته ځواب نه دی راکړل شوی. تر څو به بې کاره يم؟

دا ډول فکرونه د انرژۍ وچونکي او انديښمنونکي دي. هر هغه څوک چې تر فشار لاندې وي د دې ډول انديښنو ښکار کيدلی شي. خو کله چې یو څوک هغه ټکي ته ورسېږي چې فکرونه او انديښنې یې د ژوند له عادي چارو را و گرځوي او انسان څه چې غواړي نه شي کولی نو بيا بايد سړی يو څه وکړي.

د بې ځايه فکر پر وخت ځانته متوجې شئ

د بن پوهنتو روغتون د رواني ناروغيو متخصص رويبن بيرگر يو څو لارښوونې لري چې سړی یې په ورځني ژوند کې کله چې فکرونه پرې غلبه مومي، تعقيب کړي. د بيرگر په خبره يو موثر علاج یې د منفي فکرونو د درولو تخنيک دی. هغه وايي: «کله چې له منفي فکرونو ښکار کيږئ او د يو څه په اړه په بيا بيا فکر کوئ نو ځان ته ووايست: ودريږه !. د هغه په وينا په لوړ غږ د دې ټکي ادا کول لا ډيره اغیزه لري.

د دې تر شا اصلي مفکوره د اندیښنو په حلقه کې د ور شامليدو څخه پر ځان شرط ايښوول دي. د بيرگر په خبره دا تخنيک په دوو اوونيو کې خپله اغیزه ښکاره کوي او دا چې دا بايد هره ورځ وکارول شي. هغه وايي :«په دې برخه کې ثبات ډېر مهم دی.» 

Kind mit Stopschild
«کله چې له منفي فکرونو ښکار کيږئ او د يو څه په اړه په بيا بيا فکر کوئ نو ځان ته ووايست: ودريږه !.انځور: picture-alliance/MITO images/R. Niedring

فکرونه يوازې فکرونه دي

د بيرگر په خبره له منفي فکرونو سره د چلن بله موثره لار چې په عصري طبابت کې هم کارول کيږي هغه دا احساس دی چې فکرونه حقيقت نه لري. هغه وايي دا مهمه ده چې موږ سوچ وکړو چې آیا هغه څه چې موږ یې په اړه فکر کوو حقیقت لري؟ آیا دغه څه په رښتيا پيښ شوي او په تر ټولو بدتر حالت کې به څه وشي؟

د الوتکې د پرواز پر وخت یې ويره يو ښه مثال دی چیرې چې منفي فکرونه د حقیقتونو په توگه منل کيږي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې هوايي سفر تر ټولو خوندي دی، ډېر خلک چې د پرواز پر وخت ويره لري، خپل منفي فکرونه قبلوي او ويره د حقيقت په توگه مني.

د ذهن مصروف ساتل

بيرگر دا توصيه هم کوي چې د فکر د مصروف ساتلو له تخنيک څخه بايد کار واخيستل شي. هغه وايي: «تمرکز او يا يو څه ته ځير کیدل سړی له فکرونو ساتي او مرسته کوي چې د سړي فکر همدې شيبې ته متوجې وي.»

مغز مو خوشاله کيدو ته وهڅوئ

هغه خلک چې هر وخت په فکرونو او چورتونو کې ډوب وي، له دې حالت څخه د وتلو له پاره تل د ځان د مصروفولو او يا آرامولو سالمې لارې نه غوره کوي. د فلوريدا پوهنتون ارواپوه ايدوارد سيلبی په يوه څېړنه کې موندلې چې زياتره خلک له منفي فکرونو څخه د ځان خلاصولو له پاره د غير منظم چلن ښکار کیږي لکه د زيات خوراک او يا د توکو ناوړه کارول.

د بیرگر په خبره يو شمير فعاليتونه شته چې په بې ځايه فکرونو د اخته کيدو مخه نيولی شي او خلک یې بايد هغه انتخاب کړي چې ورته اغیزمنه تماميږي. مثالونه یې دادي:

  • د موسيقۍ اوريدل

  • د کتاب لوستل

  • لمبل

  • ورزش کول

  • د دوستانو سره خبرې کول [خو د ستونزو په اړه نه]

  • فلم ننداره کول

زموږ له آرشيف څخه: