ځينو مهاجرو د پناه غوښتني د ځنډیدو له امله دعوی کړې
۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبهدغې راډیوي شبکې د کډوالو له پاره د مهاجرو فدرالي ادارې د ارقامو په حواله ویلي دي چې د می میاشتې تر پایه پوري په ټول جرمني کې د دغې ادرې پر ضد ۵۸۰۵ دعوې ثبت شوي دي. د دغو دعوو په ترڅ کې یاده اداره د کډوالو د دوسیو د څیړنې او بررسۍ په برخه کې په ناغیړۍ تورنه شوې.
په دې توګه نو د مارچ میاشتې تر پای وروسته د دغو دعوو په شمیر کې ۸۰ سلنه ډېرښت راغلی دی. تر مارچ میاشتې پورې د دغو دعوو شمیر ۳۲۷۱ وو.
د هسن راډیو زیاته کړې ده چې د کډوالو له پاره د جرمني فدرالي اداره دغه برداشت او احساس ردوي چې ګواکې دغه اداره د مهاجرو د پناه غوښتنې د دوسیو څېړنه په بطي شکل سره پر مخ وړي.
په اوس وخت کې په آلمان کې د شاوخوا یو نیم میلیونه پناه غوښتنونکو پر غوښتنلیکونو باندې کار روان دی، چې تر اوسه پورې دغه شمیر په جرمني کې بی سارۍ بلل کیږي. له همدې امله د پناه غوښتونکو له خوا د دا ډول دعوو شمیر هم لوړ شوی دی.
د نوموړي رسنۍ د رپوټ پر بنست د مهاجرو د دوسیو د څیړنې بهیر په ښکاره ډول ګړندی او پرسونل يې هم ډیر شوی دی. د بیلګې په توګه د پنا غوښتوونکو د نوو غوښتنلیکونو چې د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتې راهيسي ثبت شوي دي، بررسي یوازې ۴ میاشتې وخت نیسي.
د مهاجرو له پاره د جرمني فدرالي ادراې د څرګندونو له مخې دغه اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې د پناه غوښتنې د یوه غوښتنلیک په برخه کې په درو میاشتو کې پريکړه وکړي.
د مهاجرت په اړه نور مطالب: