ځوانان ولې په مخدره توکو روږدي کيږي؟
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهآيا موږ او تاسو ښه پوهيږو چه اصلي ملامتيا د چار په غاړه ده؟ په نشه اي موادو د روږدېدو يا معتاد کېدو عوامل څه دي؟ که موږ د معتادينو د ژوندانه قصې واورو په تاسف سره چي ډېرې دردونکې دي. د ځوانانو د پوهاوي او د کورنيو په نشه اي موادو د روږدېدو او د کورنيو يا والدينو مسؤليتونه د ځوانانو د پوهاوي په برخه کې کومې دي؟ کومې لاري چارې سته چې د مخدره توکو „موادو“ د استعمال کوونکو پر ضد مبارزه پرې چټکه شي.
په ننيو شرائطو کښي او يا هم په بل هر وخت کښي چي ځوانان له بدبختيو سره او د هغوی کورنۍ د ژوندانه د بد مرغيو سره مخامخ کيږي نو زياتره وخت يې وجوهات د مخدره توکو د استعمال سره تړلي وي. که هغه سگريټ ، چرس، تارياک او يا هم بنگ او هيروين وي.
نن ورځ بدبختانه چي په افغانستان کې په زرهاؤ تنه ځوانان معتاد سوي دي. اوس د هر چا دنده ده چي د مخدره توکو پر ضد مبارزه وکړی. تاسو خلک پوه کړی په زياته بيا ځوانان او گاونډيان مو، ځکه چي مخدره توکي ډېر ورانوونکی عواقب لري. تاسو بايد له معتادينو سره مرسته وکړئ. دهغوی غم وخورئ. خبره نه اوږدؤو. د ټولگۍ زده کونکي دنده لري چي هغو معتادينو ته چه په کوڅو کښي فقر کوي ځانونه ورسوي او ويې پوښتي چي دوی ولي په دې عمل گرفتاره سوي دي.
د دې وطن هر ځوان کولای سي چي معتادين په خبرو او منطقي دلائلو دې ته راضي کړي چي د مخدره توکو استعمال پرېږدي. دا يوه څرګنده او ښکاره خبره ده چي وايي راتلونکی په ځوانانو پوري اړه لري.