ځدران، تکړه توپ اچونکی
۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبهنړیوالو شل اوریزو لوبو ته د لار موندنې سیالۍ وې. افغانستان په نیمه پای لوبې کې د نمیبیا د ډلې پر وړاندې لوبیده. افغانستان لومړې د منډو جوړولو پریکړه کړې وه او د نمیبیا هیواد ته ئې د ۱۴۶ منډو هدف ټاکلی وو. په دې سیالیو کې د نمیبیا لوبډلې خپلې ټولې لوبې گټلې وې.
«دا د نمیبیا له پاره یو ټیټ هدف دئ. نمیبیا یوه پیاوړې لوبډله ده او افغان لوبډلې ته په کار وه چې نیمیبیا ته ئې د ۱۶۰ منډو په شاوخوا کې هدف ټاکلی وای.» دا هغه خبرې وې چې د دوبۍ د کرکیټ په نړیوال لوبغالې کې د ټولو په ژبه وې.
تر لږ ځڼد وروسته لوبغاړي میدان ته راښکته شول. څوک په خپلو څوکیو ناست او څوک لا نه وه ناست چې دولت ځدارن د لومړي اور، لومړي بال ته منډه کړه. په لوبغالي کې د سلګونو افغان تماشاچیانو له لوري شور شو. د نمیبیا د هیواد د توپ وهونکي وازه خوله نیولې وه. ځدران په لومړي توب کې د نمیبیا د لوبډلې تکړه لوبغاړې وسوځاوه.
په لومړي توپ کې د بالر (توب وهونکي) سوځول، داسې څه دي چې په کرکیټ کې دیر د لیدلو له پاره نه پیدا کیږي. ځدران پوهیده چې افغانستان باید د نمیبیا لوبغاړي ژر وسوځوي او له همدې کبله ئې په لومړي توپ کې د ویکیټ د اخیستلو له پاره له لوبې مخکې پنځلس دقیقې تمرین کړی وو.
په لوبغالې کې لا د لومړی توپ په اړه خبرې روانې وې چې دولت ځدران د لوبې د پنځم توپ اچولو له پاره منډه کړه او د ناميبيا جيري سنيمان ته ئې توب ورواچوه. شهزاد توب پسې ټوپ کړ او په هوا کې ئې ونیوه او په دې ترتیب سره د ناميبيا دويم کس هم په صفر پرته له دې چې کومه منډه جوړه کړي وسوځید.
د لوبې بڼه د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې پیاوړي او تیز لوبغاړي دولت ځدران بدله کړه او د لومړي اور په لوبیدو سره ئې لوبه کابو کړه.
«د نیمیبیا خلاف لوبه، زما له پاره نه هیریدونکې لوبه ده. د خپلو لوبو په تاریخ کې لومړۍ ځل وه چې ومې شو کولای خپله سیاله لوبډله تر فشار لاندې راولم. دا ټول زما د خلکو هڅونه او تشویق وو.»
پیژندنه:
د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې ځوان او پیاوړی لوبغاړی دولت ځدران د ۱۹۸۸ کال د مارچ میاشتې په ۱۹ نیته، د افغانستان په خوست ولایت کې زیږیدلی دئ. نوموړی اوس ۲۴ کاله عمر لري او په ډیر کم وخت کې ئې توانیدلی دئ چې د افغانستان په ملي لوبډله کې د ځان له پاره ځای خاص ځای پیدا کړي. نوموړی ښي لاسی بیټسمین (توپ وهونکی) او تیزه توپ اچوونکی دئ.
«له کوچینوالي مې له کرکیټ سره مینه درلوده. وخت ناوخته به مې په ټینیس توپ باندې له ملګرو سره لوبه کوله خو د کورنۍ لخوا لوبې ته نه پریښودل کیدم. هغوئ داسې انګیرله چې کواکې دا کوم خراب کار دئ.»
دولت ځدران بلاخره کرکیټ ته مخه کړه
نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د کورني کرکیټ د سیالیو په اړه خبر شو او سمدلاسه پکتیا ولایت ته راغی او د پکتیا په لوبډله کې شامل شو.
«دا تورنمنټ په ننګرهار ولایت کې وو. پنځه ویشت اوره لوبې وې. که څه هم چې لومړۍ لوبې ته په وخت را و نه رسیدم خو په دویمه لوبه کې مې برخه واخیسته. درې لوبغاړي مې وسوځول او ۴۵ منډې مې هم جوړې کړې.»
که څه هم کورنۍ ئې دولت ځدارن ته د لوبې کولو اجازه نه ورکوله خو د مشر ورور عاقل ځدران له لورې به دولت لوبې ته هڅول کیده. دا هغه وخت وو چې دولت لا د ښوونځي زده کوونکی وو. د زده کړې ترڅنګ به د کرکیټ لګښتونه ټول د عاقل ځدران له لوري دولت ته برابریدل.
«مشر ورور مې را سره ډیره زیاته خواري وکړه. ملګرو به هم هڅولم. د دې ترڅنګ به ماماګانو هم ډاډګیرنه راکوله او ویل به يې چې ته د افغانستان راتلونکی لوبغاړی یې.»
ځدران د ښو اخلاقو او پوره حوصلې خاوند دئ او هر وخت ئې موسکا پر شونډو خوره وي. یوازې د کرکیپ لوبه ترسره کوي او غواړي خپل ټول پام همدې لوبې ته ورواړوي.
دولت ځدران څنګه ملي لوبډله ته راغی؟
دولت ځدران یواځنۍ پیاوړی او هڅانده لوبغاړی دئ چې په مستقیم ډول ئې په ملي لوبډله کې ځای خپل کړ. دا ټول د نوموړي د ښو تمرینانو او د مینه والو د هڅونې پایله وه.
«ځان ډیر خوش قسمته بولم او له خپل خدای نه ډیر شکر ګزاره یم. بې له دې چې د افغانستان په نورو لوبو کې ولوبیږم ملي لوبډلې ته مې لاره وموندله او دې کار مې له کرکټ سره نوره هم مینه زیاته کړه.»
دولت ځدران په ۲۰۱۰ کال کې خپله لومړنۍ لوبه د افغانستان ملي لوبډله له لوري د پاکستان الف لوبډلې په وړاندې پیل کړه. که څه هم چې نوموړي ځان تر فشار لاندې احساسوه او د تجربه لرونکو لوبغاړو په وړاندې لوبه ترسره کول هم اسانه کار نه وو، خو نوموړی په لوبډلې کې د نورو لوبغاړو او په ځانګړې ډول د کپتان له لوري هڅول کیده:
«ډیر تر فشار لاندې وم. لومړۍ ځل مې وه چې د یوې بهرنۍ لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ننوتم. د پاکستان په څیر باتجربه او پیاوړو لوبغاړو سره مخامخ کیدل را ته ستونزمن ښکاریدل. خو د ملګرو او لوبغاړو تشویق وه چې ښې لوبې مې ترسره کړې.»
په داسې حال کې چې نوموړی له افغانستانه باندې په ګاونډي هیواد پاکستان کې ژوند کوي خو له ده سره د افغانانو بې سارې مینې، کرکیټ ته د دولت ځدران پاملرنه نوره هم زیاته کړې ده. هغه وایي چې د افغانستان سر لوړي او د افغانستان خلکو ته خوشحالي وربخښل ئې یوازینی هدف دئ.
دولت ځدران څه ډول شهرت وموند؟
نوموړی ځوان او د کمي تجربې لرونکی لوبغاړی دئ، خو الله تعالی نوموړي ته ښه استعداد ورکړی دئ او همدا د نوموړي د بریالیتوب یوازینی راز دئ.
د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزه سیالیو ته د لارموندلو لوبو پر مهال د نمیبیا او ایرلیند پر وړاندې تر لوبې وروسته نوموړي په سیمه ییزه او نړیواله کچه شهرت وموند او له ده سره د خلکو مینه نوره هم زیاته شوه.
د افغانستان د نورو لوبغاړو په څیر اوس له دولت ځدران سره هم یو زیات شمیر افغانان مینه لري او دهیواد هر وګړۍ ئې پیژني.
نړیوال جام ته تیاری
دولت ځدران ټوله ورځ د نړیوال جام په اړه فکر کوي او په نړیوال جام کې د لوبیدو په موخه تمرینونه ترسره کوي:
«د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزه سیالیو په جام کې د هندوستان او انګلستان پر وړاندې لومړۍ لوبه ترسره کوو. هڅه به وکړم چې د نیمیبیا او ایرلیند په څیر له لومړي توپ سره لوبډلې تر خپل فشار لاندې راولم. د نړیوال جام له پاره مې منظم تمرینات روان کړي دي خو د خپلو خلکو دعاوو ته سترګې په لاره یم.»
نصرت الله وفا
کتونکی: مسعود جهش