ځایي اتل: هغه ځوان چې په بامیان کې یې گرځنده کتابتون جوړ کړی
د بامیان ولایت یوه فرهنگي صابر حسیني د ماشومانو له پاره یو گرځنده کتابتون جوړ کړی، څو هغوی له کتاب او لوستلو ته تشویق کړي. ډیر خلک هغه ته د یوه ځایي اتل په سترگه گوري.
صابر حسین په افغانستان کې د خپل بایسکل او پر هغه د بار کتابونو ل کبله مشهور شوی دی. هغه خپل ژوند د ماشومانو تعلیم او روزنې ته وقف کړی دی.
صابر حسیني په بامیان کې د ماشومان یو بنسټ جوړ کړی دی چې ماشومانو ته درسي ټولگي برابروي او هم هغوی ته کتابونه رسوي.
صابر حسیني په خپله درسي ټولگیو ته ورځي او پر دې سربیره د کتابونو په ویشلو سره ماشومان زده کړو او کتاب لوستلو ته تشویقوي.
صابر حسیني بې وزله ماشومانو ته کتابونه رسوي، چې په خپله د کتاب او قرطاسیې د رانیولو توان نه لري.
حسیني د خپل دغه کار له پاره زیات امکانات نه لري. هغه د خپل بایسکل په واسطه له یوه ځای څخه بل ځای ته کتابونه انتقالوي.
حسیني، ماشومانو ته د دغو کتابونو د رسولو پر مهال زیات زحمتونه گالي.
لیرې پرتو سیمو ته رسیدل هم ستونزمن کار دی. حسیني غواړي خپل کار د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوي او له لا ډیرو ماشومانو سره مرسته وکړي.
د صابر حسیني دغه پروگرام د خلکو او ماشومان له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی.
ماشومانو ته کیسې کول او د هغوی د کیسو اوریدل د صابر حسیني د فعالیتونو بله برخه ده. هغه د ماشومانو کیسو ته غوږ نیسي او هغه لیکي.
حسیني په خپل شخصي لگت دغه کتابونه رانیولي دي او یا یې لیکلي دي او ماشومانو ته یې رسوي.
صابر حسیني په پام کې لري چې په راتلونکي وخت کې خپل کتابتون لا پسې پراخه کړي او پر ځوانانو هم کتابونه وویشي.
حسیني وایي چې د مرستو زیاتې ژمنې یې تر لاسه کړي دي، خو په وینا یې تر اوسه ورته هیچا کتابونه او یا نورې مرستې نه دي ورلیږلي.