ځانمرگي برید ډیری افغان سرتیري ټپیان کړل
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهاعلان
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د نړیوالو او افغان ځواکونو په یوه ګډه قرارګاه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کي له ۱۰ څخه تر ۴۵ افغان سرتیري ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ایساف ویاند دAFP خبری آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکو د زرمت په نا آرامه ولسوالۍ کې یوه موټر بم ته انفجار ورکړی دئ.
دغه ویاند زیاته کړې ده چې د نړیوالو ځواکونو د سرتیرو د وژلو او یا ټپي کیدو په اړه تر اوسه پوری معلومات نه لري. طالبانو د دغه برید پړه پر خپله غاړه اخیستې ده.
افغان چارواکو ویلي دي چې په پېښه کې څوک وژل شوي نه دي خو ډیر مالي توان ئې اړولی دئ.
دغو چارواکو د مرگ ژوبلې په اړه بیلابیلو رپوټونه ورکړي دي چې له کبله د ټپي شوو کسانو شمیر د لسو او ۴۵ تنو تر منځ اټکل شوی دئ.