پینتاگون: د طالبانو پر وړاندي پر نوي پلان کار کوو
۱۳۹۶ خرداد ۳۱, چهارشنبهکانگرس ته په یوه رپوټ کې پېنتاگون ویلي دي چې د کابل پلان د پرمختگ په لومړیو مراحلو کې دی. په رپوټ کې راغلي دي چې د پلان له مخې د افغان امنیتي ځواکونو له سره تنظیمول شامل دي څو په «۲۰۱۹م کال کې د سترو پوځي عملیاتو» په شمول «د تهمجمي عملیاتو له پاره شرایط» برابر کړی شي.
په دغه نوې تگلاره کې څلور عناصر شامل دي چې پکښې د افغان اردو محاربوي وړتیا لوړل، د مشرتابه په برخه کې بهتروالی رامنځ ته کول، لا د یوې متحدې رهبرې رامنځ ته کول او د فساد پر ضد مبارزه راځي. په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د پلان له مخې به د افغان «ځانگړو امنیتي» ځواکونو شمیر هم لوړ کړی شي، پرته له دې چې په ټول امنیتي جوړښت کې کوم بدلون رامنځ ته شي.
خو په رپوټ کې د افغانستان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د نوي ستراتیژۍ په هکله څه نه دي ویل شوي. د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس تر مخه ویلي ول چې په پام کې ده دغه ستراتیژي په جولای میاشت کې عامه محضر ته د اعلانولو له پاره چمتو اوسي.
د رواني میاشتي په لومړیو کې د ولسمشر دونلد ترمپ ادارې وویل چې ولسمشر ترمپ متیس ته واک ورکړی دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر په هکله خپله پریکړه وکړي. داسې اټکل کیږي چې متیس به د متحدو ایالاتو د نوې ستراتیژۍ په تړاو افغانستان ته نور ۴۰۰۰ اضافي امریکايي عسکر ولیږي، خو د هغه دفتر ویلي دي چې لا تر اوسه یې په دې هکله کومه پریکړه نه ده کړې.
اوسمهال په افغانستان کې شا او خوا ۸۴۰۰ امریکایي عسکر شته. له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۱م کاله پورې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر آن ۱۰۰ زرو تنو ته رسیده.
د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون د سه شنبې ورځې په دغه رپوټ کې چې په افغانستان کې د شرایطو د ارزونې تفصیلي جزئیات وړاندې کوي او په هرو شپږو میاشتو کې د کانگرس له پاره اړین دی راغلي دي چې پاکستان د حقاني شبکې په شمول د طالب یاغیانو عناصرو ته د پټنځایونو ورکولو ته ادامه ورکړې.
: «په افغانستان کې بریدونه چې په پاکستان کې له میشتو یاغي شبکو سره تړاو نیسي، د افغانستان او پاکستان اړیکي خرابې کړي دي.» دغه رپوټ زیاتوي چې یاغي ډلو په شمول د طالبانو او حقانې شبکې د پاکستان په دننه کې له پټنځایونو څخه گټې اخیستنې ته ادامه ورکړې.
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: