1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر نجونو د غږ او ډزې کولو له پاره درنه جریمه ټاکل شوې»

۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبه

د پکتیا په یو شمیر سیمو کې کې پر نجونو د غږ کولو دود لا هم حاکم دی، خو اوس قومي جرګې د هغو کسانو له پاره پنځه میلیونه افغانۍ جریمه ایښي، چې پر نجونو غږ او ډزې وکړي. په ځینو مواردو کې د دغه دود له کبله قتلونه هم کیږي.

https://p.dw.com/p/4Cstb
Etablierung einer lokalen Polizei Provinz Khost in Afghanistan
انځور: DW

په افغانستان کې ښځې له ډېرو تاوتریخوالو سره مخ دي او له ښځو سره زور زیاتی د ورځني ژوند یوه برخه ګرځیدلې. په سویل ختیځو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه بڼه دا ده، چې هلک پر نه واده شوي ځوانه نجلۍ غږ وکړي.

پر نجونو غږ په بېلابېلو طریقو ترسره کیږي، د نجلۍ کور مخې ته د ډزو کول، د کلي په جومات او یا د نجلۍ کور مخې ته د لیک غورځول چې د نجلۍ نوم پکې لیکل شوي.

که څه هم په خوست ولایت کې دا دود په ختمیدو دی، خو د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې لا هم د ښځو پر وړاندې دغه دود حاکم دی.

د دغه ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو اوسیدونکی رحمت الله همدرد وایي، د دوی په سیمه کې یو شمېر هلکانو پر هغه نجلۍ غږ او ډزې کولې، چې د نجلۍ کورنۍ به یې د دوی د واده له پاره د غوښتنې جرګه رد کړه.

نوموړی وایي: «یو چا به چې چا ته خپل خور او لور د سلا او مشورې له لارې ور نه کړه، نو د ځوانانو له جملې څخه به ځینې کسان پیدا کیدل، چې هغوی له دې ناوړه دود استفاده کوله، دوی به د ډزو له لارې په یو چا باندې غږ وکړ، چې د فلاني لور له دې وروسته زما په نوم شوه.»

دغه ځوان وایي، له کله چې یوه میاشت وړاندې په څمکنیو کې ځایي قومي مشرانو له طالبانو سره یو ځای د ناوړه دودونو او په ځانګړې توګه پر نجونو د غږ کولو او ډزو د مخنیوي له پاره قومي پریکړه کړې ده، د غږ کولو پېښې نه دي ترسره شوې.

د سیمې یو بل اوسیدونکی موسی خان وایي، په څمکنیو کې د قومي جرګې د پریکړې له مخې هغه ځوانان چې پر ځوانو او نه واده شویو نجونو غږ او ډزې وکړي، د نجلۍ کورنۍ ته به پنځه میلیونه افغانۍ د شرم په توګه ورکوي او جرګه به دا نجلۍ په همدې قوم او کلي کې یو بل ځوان ته ودوي.

Afghanistan Kandahar | Massenhochzeit
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

هغه د جرګې د پریکړې په اړه وایي: «پر نجلۍ غږ او ډزې کول او یا نورو طریقو اختیارول، چې د نجلۍ او د ولي رضا پکې نه وي په کلکه منع دي او سرغړونکي ته به ۵ میلیونه افغانۍ جریمه ورکوي او هغه ځوان به په محکمه کې ګوته لږوي، چې دا نجلۍ په قوم او کلي کې بل چا ته واده شي او غږ کوونکي هلک ته به نه ورکول کیږي.»

د څمکنیو ولسوالۍ قومي مشر ځواني خان وانک دویچه ویله ته وویل، په نجلۍ غږ ډېر وخت ځوانانو ته په مرګ تمامیږي.

هغه وایي، په خپل ژوند کې یې لسګونه داسې پېښې لیدلې دي، چې پر نجلۍ غږ کوونکي دې وژل شوی وي.

ځواني خان وایي: «یو کال به کیږي یوه کس چې په یوه نه واده شوې جلکۍ یې غږ وکړ او ډزې یې وکړې، چې فلانۍ د فلاني لور د هغه شوه، ډېر زر په څو ورځو کې هغه هلک د نجلۍ کورنۍ له لورې په دې ووژل شو، چې هغوی ته یې بې عزتي رسولې. هلک ځکه وژل کیږي، چې د نجلۍ کورنۍ ته په قوم کې پیغور ورته پاتې نه شي.»

د پکتیا دغه قومي مشر وایي، که چیرته په نجلۍ غږ وشي او نجلۍ په زور او یا په خپله خوښه هلک وتښتوي، نو د هغې جزا هم په قومي دود کې مرګ دی او آن داسې رواج دی، چې پر تښتول شوې نجلۍ به تر ۷ پورې کسان وژل کیږي.

هغه وایي: «که چیرته د غږ وروسته جلکۍ له کوره وتښتول شوه او یا په خپله خوښه ورسره ولاړه، نو تر اوو پورې کسان پرې وژل کیدلی شي. یعنې د جلکۍ تښتونکی کس ووژل شو، بیا چې دغه جلکۍ بل میړه وکړو، هغه به پرې وژل کیږي، بیا به بل آن په تښتیدل شوې نجلۍ تر اوو پورې میړونه وژل کیږي.»

 د سیمې اوسیدونکي وایي، له کله چې د ښځو پر وړاندې د ناوړه دودو پر خلاف قومي مشرانو او ځایي طالبانو کومه پریکړه کړې ده، په څمکنیو کې پر نجونو د غږ او ډزو هیڅ پېښه نه ده ترسره شوې.

د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې قومي جرګې دغه راز د نجونو د ولور او د کونډو ښځو د ولور په اړه هم پریکړه کړې دي.

د نجلۍ ولور پنځه لکه افغانۍ ټاکل شوی، خو د  ولور ترڅنګ  د ماما، تره او په نورو نومونو د پیسو اخیستل منع بلل شوې دي.

په بن د نجونو وادول یا د دویمې ښځې کولو ولور ۶ لکه افغانۍ ټاکل شوی او دغه راز د کونډې ښځې ودیدل درې لکه افغانۍ ایښودل شوې دي.

فریدالله ظاهر