1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«پکتیا محبس کې اخ ډب پولیسو او زندانیانو ته مرګ ژوبله اړولي»

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

تېر ماښام د پکتیا محبس کې د زندانیانو او پولیسو ترمنځ اخ ډب او نښته رامنځته شوې ده او په پایله کې زندانیانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/3anQw
Afghanistan Paktia Gefängnis Revolte
انځور: DW/F. Zahir

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کي د شنبې (د اپريل ۱۱مه) په ماخستن په محبس کي وسله واله نښته رامنځ ته سوې ده. د پکتيا ولايت چارواکي وايي چي هغه مهال چې زندانیانو د محبس ماتيدو او تیښتې هڅه وکړه، پولیسو یې مخنیوی وکړ څو زندانیانو له يوه پولیس وسله نیولي او پر نورو پولیسو وسله وال برید کړی.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت دویچه ویله ته وویل، د پکتیا محبس کې طالب بندیانو هڅه کوله، چې زندان مات کړي او وتښتي، خو بريالي شوې نه دي. نوموړی وایي:«دغه زندانیانو دوه پولیس په بې رحمانه ډول وژلې دي.»

هغه زياتوي:«د ماخستن لمانځنه پر مهال بندیانو غږ کړی، چې یو بندي ناروغ دی، دا طالب بندیان وو، کله چې دوه پولیس ورغلي هغه یې برمته کړي، په اوسپنو او شیشو یې سرونو ته وهلي او ډېر په بې رحمانه ډول يې دا دوه پولیس شهیدان کړي.»

Afghanistan Paktia Gefängnis Revolte
انځور: DW/F. Zahir

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاتوي، همدې طالب بندیانو هڅه کوله، پنجرې او زندان مات کړي وتښتي، چې د شورش پرمهال دوه بندیان او څلور پولیس ټپیان شوې هم دي: «دا شورش طالب بندیان پلان کړی و، یو شمېر منځنی کچه طالب قوماندان هم پکې دي.»
نوموړی زیاتوي سیمې ته ژر تازه دمي عسکر ورسیدل، له زندان باندې د شورش کنټرول لپاره د امنیتي ځواکونو له لوري هوایي ډزې شوې دي.

د پکتیا ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل د پکتیا محبس کې د شورش او له امله یې د مرګ ژوبلې په اړه جدي اندیښنه څرکندوي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، زندانیانو له پولیسو ټوپک ترلاسه کړی او له پولیسو سره يې جګړه کړې ده: «لکه چې بندیانو له پولیس ټوپک اخیستی ډله ییز راوتلي، پولیسو سره جګړه شوې، دوه پولیس شهیدان شوې او څلور پولیس ټپیان دي. جګړه د محبس له ننه بهر ته تر وروستي قراووله شوې ده. لا هم له زندان بشپړ معلومات نشته، جزیاتو کې تغیر راتلی شي.»

هڅه مو وکړه، تر څو په دې اړه د کوم بندي نظر ترلاسه کړو، خو بريالي نه شوو.

خبریال: فریدالله ظاهر