پکتيا کي ځانمرگي بريد لس تنه کوچنيان ووژل
۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبهد پکتيا امنيه قوماندان جنرال زلمي اورياخېل دويچه ويله ته وويل، چي بريد د څمکنيو په ښار ګوټي کې تر سره شوی دی او بريد کوونکي د يوه موټر سايکل پواسطه دا بريد ترسره کړى دی.
هغه وويل: «لومړني معلومات ښيي، چي د١٠ ماشومانو د وژلو ترڅنګ د ملکي وگړو په گډون ١٦ تنه نوز زده کوونکي ټپيان شوي هم دي. دغه راز دوه بهرني عسکر هم ټپيان دي.»
رويترز خبري آژانس ليکي چي په دغه پيښه کي يو امريکايي عسکر هم وژل شوی دی.
د پکتيا يوه اوسيدونکي محمد داود دويچه ويله ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او له پېښې وروسته يې ليدلي دي، چې په نظامي موټرو کې ډېر ټپي او مړه کسان د پکتيا روغتون ته انتقال شوي دي.
خبريالان يادې ولسوالۍ ته رسېدلي دي خو د پېښې ځاى ته نه پريښودل کيږي. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستې.
د پيښي په اړه نور زيات به وروسته وړاندي شي.