1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيا: د امنيتي ځواکونو پر يوې اډې موټربم شوی 

۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چې طالبانو په پکتیا ولایت کې د امنيتي ځواکونو پر ېوې اډې موټربم بريد کړی او د عامه نظم ځواکونو درې تنه يې وژلي دي. دغه حمله په داسې حال کې کيږي چې تمه ده په نژدې راتلونکې کې بین الافغاني خبرې پيل شي.

https://p.dw.com/p/3hpx5
Afghanistan, Gardez: Bombenanschlag in Paktya
انځور: DW/F. Zahir

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل وویل چې په دغې بريد کې چې د سه شنبې په سهار شوی، پنځه تنه سرتيري ټپیان شوي هم دي.

منګل وويل چې د چاوديدونکو توکو يو ډک موټر په لومړي سر کې په مرکز ګرديز ښار کې د امنيتي ځواکونو د مرکز په دخولي دروازه کې چاودنه وکړه او ورپسې دوه تنو وسله والو له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيله کړه.

 هغه زیاته کړه چې دواړه وسله وال بریدګر په لسو دقیقو کې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول او اوس سیمه په کنټرول کې ده.

د طالبانو يوه ویاند، ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې په ګرديز کې شوی بريد طالبانو کړی دی.

 دغه برید په داسې وخت شوی چې افغان ولسمشر درې ورځې مخکې د ملي مصالحې شورا د مشرتابه او غړو يو ۴۶ کسیز نوملړ خپور کړ، کوم چې د ملي مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله او يو شمیر نورو افغان سياستوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.

آژانسون/ م.ک.ص./ن.ز.